CRI Online

په سو جو ښار کې سفر

cri     (GMT+08:00) 2010-06-30 08:43:08

په چين کې د سو جو ښار د يو ښکلی ځای په توګه بلل کيږي چې د شانګهای ښار ته نژدی دی .که څه هم د سو جو ښار ډېر کوچنی دی ، خو پکې زيات منظره لرونکی ځايونه شته دي ، د بېلګي په توګه د جو ځنګ په نامه پارک ، د هو چيو په نامه منظره لرونکي ځای او د هان شان په نامه معبد.

د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې کتنې په ترڅ کې مې سو جو ښار ته سفر وکړ او له فو چيو څخه مې ليدنه وکړه .د هو چيو په نامه منظره لرونځی ځای د سو جو ښار په شمال لويديز کې پراته دی چې له ښاري مرکز څخه پنځه کيلو متره او څه باندې دوه زره او پنځه سوه کلن تاريخ لري .د وو امپراطور پخوا په دغه ځای کې خپل هېواد جوړ کړ او له مړينې وروسته يې دلته ښخ شو.ور پسې د چين مشهورو علمانو او شاعرانو دغه ځای ته سفرونه وکړل چې له امله يې هو چيو ډېر مشهور دی .

کله چې دغه ځای ته ځم ،رنګا رنګ ګلونه او واښه ګورم او ارامتيا احساسوم .که تاسې وخت ولري، کولای شي چې يوه چوکۍ پيدا کړي او د مرغه غږ واوري.

په اخر کې په هو چيو کې اخيستل شوي عکسونه ښودل کيږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای