CRI Online

د وحشي چرګ په نامه پوهنتونونه

cri     (GMT+08:00) 2010-07-23 17:40:30

په چين کې د ماکورسوفت د فرعي څانګې د پخواني مشر تانګ جون په دې وروستيو ورځو کې ډېر خپه شوی ، ځکه چې د ديپلوم په اړه پېښې ور ته منفي اغيزه کړې ده .ويل کيږي چې هغه د لويديز ارام سمندر په نامه له پوهنتون څخه فارغ شو ، خو دغه پوهنتون د وحشي چرګ په نامه جعلي پوهنتون دی .دغه ډول پوهنتونونه په امريکا کې اوږد تاريخ لري او ويل کيږي چې دغه پوهنتونونه د امريکا د ښوونې د ديموکراتيک کېدو يوه نتيجه ده .د دغو پونتونونو بل نوم د ديپلوم فابريکې دي.

په شلمه پېړی کې د امريکا د ديپلوم فابريکو ستر پرمختګونه کړي وو چې يو مهم لامل دا دی چې په ١٩٤٤ کال کې د پوځي سرتيريو د بيا ترتيباتو د قانون له امله له پوځونو څخه وتلي زيات سرتيري په پوهنتونونو کې منل شوي وو، خو د دغو نويو زده کوونکيو د منلو لپاره په امريکا کې لازيات نوی پوهنتونونه جوړ شوي وو .البته ځينو دغو سرتيريو يوازی وغوښتل چې په پوهنتونونو کې ديپلوم تر لاسه کړي او نه پوهنه .له دی امله د ديلوم فابريکې زيات پرمختګونه کړي وو.

دا ريښتيا ده چې په امريکا کې د جعلي ديپلوم په اړه مجرمينوته د سزا ور کولو په هکله قوانين زيات دي ، خو په ځينو ايالتونو کې د دی په اړه سزا سخته نه ده . نو دغه ډول فابريکې د سيمې په ګوټ ګوټ کې ليدل کيږي .که د دغو ايالتونو قانون جوړونکي ادارې د دغو فابريکو زيانونو ته پاملرنه وکړي ، نو د ديپلوم فابريکو شمېر به کم شي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای