CRI Online

يون نان ولايت ته زما سفر (١)

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 20:33:41

له تېرو لسو کلونو راهيسې، په زده کړو او بيا تل په کارونو بوخته وه او هيڅکله مې د يوې رخصتۍ وخت او موقع نه وه موندلې. خو له نېکمرغه د روان کال په اګيست کې مې بلاخر يو ښه فرصت په برخه شو چې له خپل خاوند سره يو ځای د چين جنوب لويديځ کې پروت يون نان ولايت ته په سيل لاړه شم. زما په اند، هر څوک دې هر کال له غير ضروری کارونو نه پرته د سيل او ګرځندويۍ لپاره د کال په مناسبو موسمونو کې د خپلو رخصتيو لپاره مهال تريب کړي، هم له کورنيو او هم که له خپلو دوستانو سره وي. د سفر او سيل په ترڅ کې به ټولې ستړياوې او پريشانۍ به مو له دماغونو او زړونو څخه ووزي او هير به مو شي.

يون نان ولايت ډېر وخت مخکې ما د خپلې ګرځندويۍ د موخې په توګه په زړه کې ټاکل وو. ځکه چې په دغه ځای کې پاک او مقدس ځايونه، په زړه پورې طبيعی منظرې، ځانګړتيالرونکي ملي لږکي ميشت او لېدل کېږي. زما په ياد شوي سفر کې د يون نان ولايت د مرکز کون مينګ ښار، د شي لين د يې قوم خپلواکه ولسوالي، د لي جيانګ تاريخي علاقه داري، د شيانګګه ليلا د تبت قوم خپلواکه ولسوالي، د دا لي د بای قوم خپلواکه ولسوالي او د سرحدي ښار تنګ چونګ ښار په ګډون شپږ تمځايونه شته و. د يون نان ولايت ښکليو طبيعی منظرو، خلکو او خوندورو خوراکونو زما په زړه کې تل لپاره ژور ځای او خاطرې پريښی دي. نو هيله منه يم چې تاسو ته دغه سيمه سفر په ترڅ کې زما لخوا اخيستل شويو عکسونو له لارې وکولای شم لا نوره ښه درمعرفي کړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای