CRI Online

په شمالي قطبي سيمه کې جومات هم شته.

cri     (GMT+08:00) 2010-12-15 12:45:37

د يو خبر له مخې، د کاناډا په هغه سيمه کې لومړی جومات اباد او په کار کې اچول شوی دی چې په شمالي قطبي سيمه کې د اينويک په علاقه دارۍ کې پروت دی.

يو شمېر خبري رسنيو او ځايی اوسېدونکو د دغه جومات په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.

په دغه علاقه دارۍ کې څلور زره تنه اوسېدونکي ژوند کوي چې په تېرو څو کلونو کې اوسيدونکو د مسلمانانو شمېر ګام په ګام زيات شو او تر اوسه شمېر يې اتيا ته رسېدلی دی. له دې نه مخکې دوی په يوه کوچنی موقتيخونه کې لمونځ کولو چې اوږدوالی يې اوو متره او پلنوالی يې يوازې درې متره دی. د مسلمانانو د شمېر د زياتوالی سره سم په دغه خونه کې زيات لمونځ کوونکي نه ځائيدل.

د معلوماتو له مخې، دغه جومات لومړی په بل ځای کې چې له دغه علاقه دارۍ څخه څلور زره کيلومتره واټن ليری دی، جو او بيا دغې علاقه دارۍ ته انتقال شو. که څه هم دغه جومات لوي نه دی، خو تاسيسات يې بشپړ دي چې د لمونځ يوه خونه، يو کتابتون او يو پخلوځی پکې شته.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای