CRI Online

تايوان ته زما سفر (٢)

cri     (GMT+08:00) 2010-12-22 17:05:03

اوس تايوان د چين د سترې برخې سيلانيانو لپاره شخصي سيلانی نه ده پرانيستلی، زه او زما خاوند د سيلانۍ ادارې لخوا په ترتيب شوې ډله کې شامل شوو. د يادونې وړ خبره دا ده چې په دغه ډله کې پر موږ دوو پرته يوازې دوه تنه ځوانې ښځې شته وې، نور غړي ټول سپين ږېري او سپين سرې وې چې منځنی عمر يې اويا کلونو شاوخوا کې وه. که څه هم د دوی عمر لوړ و، خو دوی ټول ډېر روغ او خوشحاله ښکارېدل.

زموږ د دې سفر لپاره دوه لارښوونکي شته و چې يو له بېجينګ څخه تر تايوان پورې د ټول سفر په بهير کې له موږ سره ملګرتيا کوله او بل د تايوان ځايي لارښوونکی و. کله چې موږ د تاي بې ښار د تاو يوان هوايي ډګر ته ورسېدو، ځايي لارښوونکی ښاغلي يانګ زموږ تود هر کلی وکړ.

ور پسې د لارښوونکي يانګ په مشرۍ، موږ د ډوډۍ خوړلو لپاره يو رستوران ته ولاړ شوو. د ډوډۍ تر پيل مخکې، ښاغلي يانګ موږ ته يو حيرانتيا راکړه. څرنګه چې هغه ورځ زموږ د ډلې د دوو غړيو د زېږېدنې ورځ وه، دغه رستوران د دوی د مبارکۍ لپاره يو لوی کېک برابر کړ. موږ ټول د دې حيرانتيا په هکله ډېر خوشحاله شو. دا زموږ د سفر لپاره يو ښه پيل او ښه فال په مانا و، سمدلاسه مې په دې باور او په زړه کې له ځان سره وويل دغه سفر به له خوشحاليو او نيکمرغيو څخه ډک وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای