CRI Online

د کرسمس ډالۍ

cri     (GMT+08:00) 2010-12-28 17:20:08

په لاندنی عکس کې سور رنګ لاس ماغوګان ليدل کېږي چې دا د روان کال د کرسمس په اختر کې زما ملګري لخوا ما ته ليږل شوې ډالۍ ده .

په لاس ماغوګانو باندې د هغه المپيک ژمنيو لوبو نښان ګلدوزي شوی دی چې د سږ کال د جنوری په مياشت کې به د کاناډا په وينګوير ښار کې ترسره شي. خو زه دغه ماغوګان له زما ملګری سره د خپلې دوستۍ نښه هم بولم.

د دوو ماغوګانو په ګډه سره د ماپو يوه پاڼه ليدل کيږي چې د کاناډا په ملی نشان باندې هم ليدل کيږي   

وخت ژر تېريږي. د تېرکال د کرسمس په مخکنې شپه مې په سينما کې يوه فلم وليده ، خو د سږ کال د کرسمس د نمانځنی لپاره د سکي وهلو يوه مېدان ته تلم او هلته مې په خوشالۍ سره سکي ووهله .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای