CRI Online

تايوان ته زما سفر(٣)

cri     (GMT+08:00) 2010-12-30 12:52:35

په تېره برخه کې مې ليکلي و چې د تايوان د ځايي لارښوونکي ښاغلي يانګ له مهربانۍ نه په ډکو هلو ځلو سره، ما په زړه کې له ځان سره وويل چې زموږ دغه سفر به هرو مرو له خوشحاليو څخه ډک وي. زما دغه سوچ له ريښتينوالي سره زموږ د سفر په بهير کې سمون وخوړ. د اته ورځني سفر په موده کې مو د تايوان له بېلا بېلو منظره لرونکيو ځايونو څخه ليدنې وکړې او ډول ډول ځايي خوندور خواړه او مېوې مو وخوړلې . د تايوان خلک ډېر مهربان وګړي دي، موږ د سيلانۍ په ترڅ کې د دوی تودې دوستۍ احساس کړې.

په تايوان کې لومړی منظره لرونکی ځای چې موږ ترې ليدنه وکړه، د يي ليو په نامه جيولوژيکي پارک دی . په دغه پارک کې يو ځانګړی ډبره ولاړه ده چې بڼه يې د ملکې د تاج غوندې ده او غاړه يې نرۍ ده. دغه ډبره د دغه پارک د نښې په توګه بلل کېږي. دغه ډبره د کلونو کلونو راهيسې د هوا په اثر او په طبيعي توګه رامنځته شوې ده . که تاسې غواړئ دغه ډبره وګورۍ، زما له ويبلاګ څخه ليدنه وکړئ.

د سفر په درېيمه ورځ مو د ژه يوی تان په نامه يعنی د لمر او سپوږمۍ جهيل ته ولاړو چې د سيلانيانو په منځ کې ډېر شهرت لري. دغه جهيل د تايوان يوازنی طبيعي جهيل دی چې له کلونو کلونو راهيسې د الې او يو شان په نامه د دوو غاړو تر منځ په دښته کې د اوبو زېرمه کولو له لارې رامنځته شوی. د دې جهيل شمالي برخه د لمر په شان او جنوبي برخه يې د مياشتې په شان نيمه دايروي ده، نو دغه نوم يې وګاټه. د دې جهيل پراخوالی څه نا څه نوی مربع کليو متره دی او د سرحد اوږدوالی يې پنځه دېرش کليو مترو ته رسيږي. دغه جهيل ډېرې ښکلې منظرې لري او د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو ډېر هر کلی ترې کېږی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای