CRI Online

تايوان ته زما سفر (٤)

cri     (GMT+08:00) 2011-01-12 17:31:03

جونګ تای چان سه معبد له لمر او مياشتې جهيل څخه شل دقيقې واټن لري او پراخوالی يې څه دپاسه دېرش هېکټاره دی. د لارښوونکي يانګ په قول، دغه معبد د دری کاله طرحه او اووه کاله جوړونې وروسته د ٢٠٠١ کال په سپتمبر کې بشپړ شو. ټول لګښت يې د ټولنې او پيروانو لخوا راغونډ شوی و. د دې معبد ساختماني شکل ډېر عصري او ښکلی دی چې پکې د چين او لوېديځو هېوادونو ساختماني ځانګړتياوې سره يو ځای شوې دي.

د لارښوونکي يانګ په قول، دغه معبد د مذهبي فعاليتونو نه پرته د توليد په هکله خپل يو لړ سيستم لري چې د ژوند د اړتياوړ شيان لکه خواړه او جامې، ټول پخپله جوړوي. پر دې سربيره، د دغه معبد په اړه يو ښوونځی هم موجود دی چې د زده کړې لپاره لګښت يې ډېر لوړ دی، خو زيات پلرونه او ميندې غواړي خپل اولادونه دغه ښوونځي ته وليږي، ځکه چې د دوی په اند، دغه ښوونځی ډېر ځانګړی او د زده کړې ښه کيفيت لري.

د دې معبد په هکله يوه مشهوره پېښه وشوه چې د ١٩٩٦ کال په دوبني رخصتۍ کې، د پوهنتونو او پوهنځيو يو شمېر ښځينه زده کوونکيو د دغه معبد په دوبني ښوونيز ګروپ کې ګډون وکړ، خو د دې فعاليت تر پای ته رسېدو وروسته، دوی پرېکړه وکړه چې بوډايي دين قبول کړي او له خپلو کورنيو سره خپلې اړيکې پرې کړي. د دوی پلرونه او ميندې ډېر حيران وو او له پوليسو څخه يې مرسته وغوښتله. په پايله کې د ځايي حکومت په کوښښونو سره، دغې زده کوونکي خپلو ښوونځيو ته بيرته راستنې شولې. له دې څخه څرګندېږی چې دغه معبد څومره جذاب دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای