نن د پسرلني اختر دوهمه ورځ ده ، سهار له ترور ، دوو مشر وروڼو سره د بېجينګ په جنوب تاو ران تينګ باغ ته تللی وم او هلته مې د بېجينګ د يو مشهور معبدي بازار سيل وکړ. د يادولو وړ ده چې د چين په هر ځای په تېره بيا د بيجينګ په بيلا بيلو باغونو او د مبعدونو په اړخو ډېر بازارونه ليدل کېږي.
د پسرلنی اختر په موده کې هره ورځ په معبدي بازار کې ډېره ګڼه ګوڼه ده او ډول ډول خوندور ځانګړی خوراکونه او تجارتي شيان پکې پلورل کيږي ، دغه راز دوديزې نندارې هم اجرا کيږي.
دا خوراک د ماشومانو ډېر خوښ دی، زما هم ، چې په چيني ژبه" تانګ هو لو" ويل کيږي . که تاسې بېجينګ ته سفر وکړئ، هرومرو د بېجينګ د لارو کوڅو په غاړه داسې ګرځنده پلورونکي ليدل کيږي چې هغه اينځر پلوري چې په سيخ کې پوييل شوي او بيا په دېګ کې چې اوبه يې د بورې په وسيله خوږې شوي دي ، ايښودل کيږي او جوش ورکول کيږي.
دا پمبه نه ده ! او يو ډول خوراک د پمبې په شان د ماشومانو ډېر خوښ هم دی چې د بورې په وسيله جوړيږي او بيه يې پنځه يوانه دي چې د يو ډالر نه څه کم دی .
دا د لوبې يو ډول دوديزه اله ده، ښکلې ده که نه؟
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |