سور رنګ په ځينو هيوادونو کې د انقلاب معنا لري ، خو د چينايانو لپاره دغه رنګ د نيکمرغۍ او سمسورتيا نښه بلل کيږي. په تېره بيا د اختر په ورځ کې هر ځای کې سور رنګ ډېر ليدل کيږي،مثلا د پسرلي په اختر کې ماشومان او نجونې سور رنګ جامې اغوندي، خلک د کور د دروازې په دواړو اړخونو باندې سور رنګ کاغذ نښلوي چې بيت ورباندي ليکل شوي وو چې په چيني ژبه "دوې ليان "ويل کيږي، د تانګ هو لو په نامه هغه خوراک چې زما په تېر بلاګ کې په دې هکله ياد شوی ، هم ليدل کېږي چې د سوررنګ اينځر له دانو څخه جوړيږي.
په دفتر کې مې زما په مېز باندې سوررنګ سوی چې ملګری مې راکړ
په تليويزون کې يو خبر خپور شو چې د روان پسرلني اختر په بيګا شپه د بېجينګ په ګوټ ګوټ کې پټاکۍ والوزول او اور لوبې وشوي چې په دوهمه ورځ د پټاکيو د پاتې شونو وزن له ٢٣٠٠ ټنو څخه اوښتی دی!!! خلک دې د پټاکۍ د سوزولو ترڅنګ خپل امنيت ته پام وکړي !
په دوی ليان باندې د نيکبختې بيتونه ليکل کيږي
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |