CRI Online

د ښځو د نړيوال ورځې په اړه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2011-03-09 13:29:46
په ١٩٤٩ کال کې د چين ولسي حکومت دولتي شورا پريکړه وکړه چې د هر کال د مارچ اتمه نېټه د ښځو ورځې په توګه وټاکل شي.

م م له ١٩٧٥ کال څخه د دغې ورځې په لمانځنې پيل وکړ.

په ١٩٧٧ کال کې م م د يوه پريکړه ليک په تصويب سره له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې هر هېواد د خپلو دودونو او عادتونو سره سم د ښځو ورځې په توګه يوه ورځ وټاکي. په همدې کال کې م م د هر کال د مارچ په اتمه نېټه د ښځو نړيوالې ورځې په توګه وټاکل.

په چين کې د ښځو چارو د پرمختګ حالت

د ٢٠٠٥ کال تر پايه پورې د شمېرنې له مخې په چين کې د ښځو شمېر شپږ سوه او دېرش مليونه تنه و چې دغه اندازې په عمومي نفوس کې په سلو کې اته څلوېښت اعشاريه اووه څلوېښت برخه ونيوله. د نوي چين د جوړېدو وروسته په چين کې د ښځو مقام په ښکاره توګه لوړ شوی اود نارينه او ښځينه ترمنځ مساوات د چين د اساسي تګلارې په توګه وټاکل شو. دغه راز په چين کې د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره ځانګړی قانون هم طرح شوی دی.

په چين کې ښځې د نارينه وو په شان د ټولنې په بېلا بېلو ساحو کې ګډون کولای شي. د بېلګې په توګه، په ١٩٥٤ کال کې د چين په ملي ولسي کانګرس کې د ښځينه استازيو شمېر يو سل او اوه څلويښت وو چې په عمومی شمېر کې يې دوولس سلنه ونيوله. خو په ٢٠١١ کال کې د ملي ولسي کانګرس له دوه زره او نهه سوه او نهه اويا تنو استازيو څخه د ښځينه استازيو شمېر شپږ سوه او اوه دېرش تنو ته زيات شو چې دغه شمېر په عمومي شمېر کې په سلو کې يوويشت اعشاريه دری دېرش برخه نيسي او د تېرې دورې کانګرس په پرتله په سلو کې يو اعشاريه صفر نهه زيات شو.

د چين په بېلا بېلو کچو حکومتونو کې ښځينه چارواکي په سلو کې څلويښت برخه نيسي. د ٢٠٠٥ کال تر پايه پورې د ولايت په کچه د ښځينه مشرانو شمېر دوه سوه او يو څلوېښت تنه دی. د خوښۍ وړ دی چې د چين په مرکزي حکومت کې نهه تنه ښځينه دولتي مشرانې کار کوي چې دغه شمېر د ٢٠٠١ کال په پرتله پنځه تنه زيات شو. له يادو شويو شمېرونو څخه څرګندېږي چې په چين کې د ښځو مقام ورځ په ورځ لوړېږي او دوی په ازاده توګه د ټولنې په بېلا بېلو برخو کې ګډون کولای شي.

د پاملرنې وړ خبره دا ده چې د نوي چين د جوړېدو راهيسې، ښځې د هېواد د ابادولو په بهير کې د نارينه وو په شان ډېر مهم رول لوبولی او لوبوي يي. مثلاُ په سپورتي چارو کې. د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د چين سپورتي هئيت يو پنځوس طلايي مډالونه تر لاسه کړي دي چې له دې جملې څخه اوه ويشت طلايي مډالونه د ښځو لخواګټل شوي و. نو ويل کېږي چې چيني ښځې ډېرې غښتلۍ او توانا دي

د لمانځنې فعاليتونه

ټولو ته معلومه ده چې اوس د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډې په بېجينګ کې روانې دي. دا د چين په سياسي چارو کې ډېره ارزښتناکه او مهمه غونډه ده. د دغو غونډو په ترڅ کې ښځينه استازي او غړي هم د بېلا بېلو فعاليتونو په تر سره کولو سره خپله ورځ لمانځي. پرون يعنی د مارچ په اوومه نېټه د چين د غوره او نمونوي ښځو ستايل غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. دغه راز د دوو غونډو ښځينه استازيو او غړيو په همدې ورځ د خپلې ورځې د نمانځنې لپاره يوه هنري غونډه جوړه کړه. نن ورځ په دوو غونډو کې نارينه استازي او غړي ښځينه استازيو او غړيو ته ګلان او سوغاتونه وړاندې کوي.

بر سېره پردې، د خوښۍ وړ ځای دی چې په چين کې ښځې د مارچ په اتمه نېټه د نيمې ورځنې په رخصتۍ کې شريک کېږي. په ټولنه کې د دغه ورځې د نمانځنې پر رنګارنګ فعاليتونو سر بېره، زيات پلورنځی، مغازې، سوپرمارکيټونه او رسټوراڼتونه د شيانو اخيستلو په وخت کې ښځو ته امتيازې برابروي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای