د ميندو ورځ
د ميلادی کال د هره می دوهمه يک شنبه د امريکا، کاناډا او يو شمېر اورپايي هېوادونو د ميندو ورځ ده. عمده موخه يې د ميندو درناوی کول دي. اوس په چين کې دغه ورځ ګام په ګام د خلکو پاملرنه راجلبوي، زياتره کسان په دې ورځ خپل مورګانو ته مبارکي وايي او سوغاتونه ورته وړاندې کوي.
د ښځو د واک ورځ
د سويس په يو شمېر ځايونو کې د هر کال د جنورۍ څلورمه نېټه د ښځو د واک ورځ ده. د دغه څلور ورځني اختر په موده کې په کورنيو کې ټولې چارې بايد د ښځو د پريکړو سره سم تر سره کېږي. نارينه د پريکړې واک نه لري.
د ښځينه وو ښاروالانې ورځ
په هاسپاڼيا کې د ښځينهوو ښاروالانې اختر د هر کال په فبرورۍ کې نمانځل کېږي. په دغه ورځ ښځې به د ښاري چارو اداره او حکمونه ورکوي. که نارينه د دغو حکمونو مراعات ونه کړي، هغه به د عامو وګړيو لخواوغندل شي.
د نجونو اختر
د مارچ درېيمه نېټه په جاپان کې د نجونو اختر دی. د جاپانيانو په اند، پسرلی د شفتالو ګلانو د غوړېدو موده ده، دغه ګلان د نجونو په شان دي. نو د شفتالو ګل اختر په توګه دغه ورځ هم يادېږي.
داستراحت ورځ
په يونان کې د دسمبر يو دېرشمه نېټه د کورنيو ښځو د استراحت ورځ ده. په دې ورځ کې مېرمنې په کورونو کې هيڅ کارونه نه کوي او ټول کورنۍ کارونه د خاوند پر غاړه وي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |