CRI Online

درې کيسې

cri     (GMT+08:00) 2011-06-21 20:02:45
يوه ورځ يوه خره واوريدل چې يو چرچرک سندرې وايي او فکر وکړ چې دی هم داسې ښکلې سندرې ويلی شي. ځکه دې هم خپل غټ لوړ غږ ته ډېر په غوره کې و. نو خره له چرچرک نه پوښتنه وکړه چې تاسی څه شی خورئ؟ چې داسې ښکلي اواز سندرې ويلی شئ. چرچرک ځواب وکړ چې د شبنم څاڅاکې خورم. نو خره هم يوازی د شبنم څاڅاکې خوړل پيل کړل او له لنډې موده وروسته د لوږی له امله مړ شو. د دغې کيسې مانا دا ده چې خلک بايد له خپله حده تير شوې هېلې و نه لري او د واقعي شيانو غوښتنه وکړي. اوس مهرباني وکړئ چې سندرې واورئ!

کيشپ ګوري چې عقاب په هوا کې الوزي نو له عقاب څخه يې غوښتنه وکړه چې هغه ته د الوتلو لاره ورزده کړي. عقاب کيشپ ته نصيحت وکړ چې هغه د الوتلو توان نه لري. خو کيشپ څو څو ځله له عقاب څخه غوښتنه وکړه چې هرومرو الوتل ور وښيي او يو ځل يې دی وازمويي. نو کيشپ د عقاب پخپلو پنجو کې ونيول شو، هوا ته يې پورته کړ او بيا يې وروسته په لوړه هوا کې له خپلو پنجو څخه خوشي کړ، ورته يې وويل چې اوس والوزه، خو کيشپ په ځمکه راولويد او پر يوې ډبرې ولګېد چې ټوټه ټوټه او مړ شو. له دې کيسې څخه څرګندېږي چې هغه کسان چې واقعی فکر ريښتنی خيال نه لري، هرومرو به پخپل ژوند کې ناکام وي. د سندرو وخت دی، تاسو دې ښکلو سندرو ته غوږ شئ.

يوه ورځ يوه وږې ګېدړه ګوري چې د انګورو په تاک کې زيات انګور دي اوښکته راځوړند دي، نو زړه يې ورته ډېر وشو غوښتل يې چې دغه انګور وخوري، خو انګور ډېر لوړ و، نو هغې يې د راشکولو توان نه درلود. وروسته چې ګيدړه ناهيلی شوه، له ځان سره وويل چې دغه انګور پاخه نه دي او تروش دي. له دې کيسې څرګندېږي چې ځينی کسان قوی توان نه لری او په خپلو کارونو کې برياليتوب نه شي تر لاسه کولای، نو همېشه له ځان سره وايي چې فرصت مساعد نه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای