CRI Online

د شيدي کلی:

cri     (GMT+08:00) 2011-07-28 20:16:20

د شيدي کلي ته رسېدو سره سم لومړی د يو کورني هوټل له څښتن سره تلېفوني اړيکه ونيول شوله او ورسره خبرې اترې وکړې لږ شېبه وروسته هغه راغی او موږ يې تر خپل کوره ورسولو، ما په دوهم پوړ کې د ځان لپاره کوټه انتخاب کړه، په دې کلي کې ټول کورونه د تاريخي قدامت لرونکي دي، د دې کليوال سړي کور هم ډېر ښکلی دی، چې د ده په وينا دوه سوه کلن قدامت لري، په جوړښت کې يې اکثره لرګی کارول شوی، په زړه پورې نقاشۍ پکې کښل شوي، د انواريو، کړکيو دروازو جوړښت نه يې ليدونکی خوند اخلي د ترکاڼ کار هنري فکر ته يې ګوته په غاږ پاتې کيږي.

موږ ټول د باران له امله لانده شوي و، کوربه زموږ لپاره يو خوندور ګرم څښاک تيار کړ.

له غرمې وروسته درې بجې په باران کې د باندې ووتو تر څو د شيدي کلي سيل خو وکړ، اخر له بېجينګ نه راغلي باران به نه دريږي، دلته د غرونو په لمن کې يو جهيل دی، په څنګ کې يې يو څلی ولاړ دی، دلته موږ يوه په زړه پورې هنري ننداره ترسره او وليدله. ننداره دا ډول وه:

لومړی يوه شهزادګۍ د ماڼۍ دوهم پوړ برنډې ته له خپلې مور او څو نورو خورلڼو سره را خيژي د ماڼۍ لاندې عمومي دروازه کې يې پلار دريدلی او د ماڼۍ په انګړ کې ګڼ شمېر ځوانان د شهزادګۍ تماشې ته ولاړ دي، هغه شهزادګۍ لاندې ځوانانو ته ګوري مور او خورلڼې ملګرې يې ورته وايي چې، په دې ځوانانو کې د ځان لپاره يو انتخاب کړه، خو هغه لومړی يو څه ناز او بهانې کوي، په ښکاره توګه څه نه وايي شرميږي چې په دې دومره ګڼ شمېرځوانانو کې اوس کوم يو خوښ کړي لار ترې ورکه وي، بلاخره فيصله کوي وايي چې زه به يو توپ له دوهم پوړ څخه لاندې ميدان ته ور واچوم هغه توپ چې هر ځوان په هوا کې ونيو نو همغه زما د ژوند ملګری دی. موږ د دې هنري تفريحي نندارې لوبه ترسره کړه او هغه توپ بيا ما ونيو، نو ما ته يېود شهزاده چپنه را واغوسته، چينايي دوديزه موسيقي هم په لوړ غږول کيږي دا هنري لوبه دلته هره ورځ څو ځلې دلته ترسره کيږي.

د شيدي په کلي کې د حکومت له خوا هر ډول خدمتونو اسانتياوې شته، لکه طبي خدمتونه، ښوونيز مؤسسات، پوستي او بانکي خدمتونه هغه څه چې په ښار کې د ښاريانو لپاره وي دلته يې هم د کمي څه نښه نه ليدل کېده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای