CRI Online

د ٢٠١١ کال په عربي هېوادونو کې لس لويې پېښې (٢)

cri     (GMT+08:00) 2012-02-06 16:36:09

شپږم، د م م د غړيتوب د تر لاسه کولو په هکله د فلسطين کوښښونه له ناکامی سره مخامخ دی. د ٢٠١١ کال د سپتمبر په درويشتمه نېټه د فلسطين د ملي واکمنی ادارې مشر محمود عباس د م م د ١٩٤م غړی د ګرځېدو په هکله د م م سرمنشي بان کي مون ته غوښتنه ليک وړاندی کړ. څرنګه چې د امريکا او اسراييلو په شمول هېوادونو لخوا سخت مخالفت شوی، د فلسطين کوښښونه له ناکامی سره مخامخ و. خو له دغه عمل څخه له اسراييلو سره د خبرو اترو رکود د ماتولو او د وګړيو باور د اعادې په اړه د فلسطين بيړنی هيله څرګنديږی. د اکتوبر په يودېرشمه نېټه د يونسکو سازمان د رايګيری له لارې د غړيتوب په حيث فلسطين منلی دی. اوس د فلسطين د نړيوالې ټولنې ملاتړ پياوړی شوی، خو فلسطينيان لا هم بايد د خپل وطن د جوړولو لپاره کوښښونو ته دوام ور کړي.

اووم، د منځنې ختيځ څو هېوادونو پارلماني ټولټاکنې تر سره کړې او اسلامي سياسي ګوندونه په څرګنده توګه ځواکمن شوی

د ٢٠١١ کال د نومبر په څوارلسمه نېټه د تونس د ټاکنې عالي خپلواک ارګان د پارلمان ټاکنې نتيجه خپره کړه چې د اسلام غورځنګ د دوو سوو اوولسو څوکيو څخه نهه اتيا تر لاسه کړی او په پارلمان کې لومړی لوی ګوند ګرځېدلی دی. په مراکش کې د عدالت او پرمختګ په نامه سياسي ګوند چې د اسلام زمينه لري، په ټاکنې کې د استازيو جرګې زياتره څوکې تر لاسه کړي. پر دې سربيره، د مصر په پارلماني ټاکنې کې اسلامي سياسي ګوند هم ډېر ځواک څرګند کړی. ياد شوی اسلامي ګوندونه په عمده توګه نرم درېځ لري او د وګړيو ژوند په هکله مسئلو ته پاملرنې کوي چې په عربي هېوادونو کې مهم سياسي ځواک ګرځېدلی دی.

اتم، صلح د همغږۍ تړون لاسليک کړ او د يمن اوضاع پيچلی ده

د ٢٠١١ کال د نومبر په دروېشتمه نېټه د يمن ولسمشر صلح د يمن د سياسي بحران د ليری کولو په موخه د همغږۍ هغه تړون لاسليک کړ چې د عربي هېوادونو د همکاريزې کمېټې لخوا وړاندی شوی و. د دې تړون له مخې، صلح به خپل واک د ولسمشر مرستيال ته ور کړي او د مخالفينو په مشری ګډ حکومت به جوړ شي. د دسمبر په اوومه نېټه د يمن ګډ حکومت جوړ شو، خو د يمن اوضاع لا هم پيچلی ده او حکومت د قبايلي توپيرونو،د بېلتون غوښتونکی نظريې او ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ دی. نړيواله ټولنه بايد د يمن د انتقالي بهير نور زيات ملاتړ وکړي.

نهم، د سوريې اوضاع د پاملرنې وړ ده

د ٢٠١١ کال د نومبر په اوه ويشتمه نېټه عربي ليګ په قاهره کې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې اعلان کړ چې د سوريې د کورنی بحران د ليری کولو لپاره به پر دغه هېواد بنديز ولګوي. دا لومړی ځل دی چې عربي ليګ پر خپل غړي هېواد اقتصادي بنديز لګوي. له دې مخکې، عربي ليګ د نومبر په شپاړسمه نېټه د سوريې غړيتوب حيث ختم کړ. د سوريې راتلونکی اوضاع د پاملرنې وړ ده.

لسم، امريکا له عراق څخه خپل سرتيري ايستلی او په دغه هېواد کې ناارامتيا دوام لري. د امريکا او عراق لخوا په ٢٠٠٨ کال کې د لاسليک شوی تړون له مخې، امريکا بايد د ٢٠١١ کال تر پايه پورې له عراق څخه خپل سرتيري وباسي. تر وروسته چې د امريکا د ځواکونو وروستی کاروان له عراق څخه کويت ته ننوتلی، د امريکا د دفاع وزير د دسمبر په اتلسمه نېټه د عراق جګړې د پای ته رسېدو په هکله رسمي سند لاسليک کړ. خو اوس په عراق کې د مذهبنونو او قومونو تر منځ شخړې په مسلسله توګه رامنځته کېږی او د دې هېواد امنيتي اوضاع لا هم تريګلی ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای