CRI Online

د ډيوې اختر

cri     (GMT+08:00) 2012-02-09 16:50:18

د چين د بزګرۍ جنترۍ له مخې، هر کال د لومړنۍ مياشتې پنځلسمه ورځ چې د روان فبروی له شپږمې نېټې سره برابره ده، د چين دوديز اختر د ډيوې اختر دی. دغه اختر د کورنۍ غړيو د يووالۍ او د ډيوو د نندارې ورځ هم ده. بله ځانګړتيا يې دا ده چې چينايان په دې ورځ يو ګرد او خوږ خوراک خوري چې يوان شيا نومېږی. چينايان د دغه اختر د رارسېدو په طمع وي چې په ټلويزيون کې د دې اختر د نمانځنې لپاره ډېر په زړه پورې ماښامنۍ غونډې خپرېږی او په شپه کې ښکلې ښکلې اورلوبې ليدل کېږی.

په ځايي وخت د فبرورۍ پنځمه نېټه يعنې د چين د بزګرۍ جنترۍ له مخې د لومړنۍ مياشتې په پنځلسمه نېټه وه، د ارجنټاين په روساريو ښار کې اوسېدونکو چينايانو د ډيوې اختر د نمانځنې لپاره يوه ځانګړې ماښامنۍ غونډه جوړه کړه، ويل کېږي چې په دغه غونډه کې چينايانو له ګردې نړۍ سره د چين دوديز کلتور شريک کړ.

سپين ږيری چيان لن ګن په ارجنټاين کې د ګون فو نامتو لوبغاړی دی او څو زره تنه بهرنی زده کوونکي لري چې حتی د ارجنټاين پوليس هم پکې شامل دي. هغه د دې غونډې په ننداره کې هم ګډون وکړ او د ده په اند، دا له ځايي وګړيو سره د چيني هنر د شريکولو لپاره يو ډېر ښه چانس دی. هغه وويل

نن شپه زموږ عمده نندارې ګون فو دی چې پکې د تای جي نومی تورې او دواړه نيزه په شمول فعاليتونه شامل دي. زما زده کوونکي به هم نندارې وړاندې کړي.

ښاغلي چيان لن ګن وويل وو شو نه يوازې يو ډول ورزش دی چې د روغتيا ساتلو لپاره ګټور دی، بلکې د ټينګهوډ نښه هم ده چې له امله يې چينايان له ځايي وګړيو سره په ښه توګه ګډ ژوند کوي.

د ښاغلي چيان لن ګن او د ده زده کوونکيو نندارې د نندارچيانو تودې چکچکې تر لاسه کړې. ځايي اوسيدونکيو په حيرانۍ سره د دوی نندارې کتلې او په نظر کې يې له ليری واټن نه د چين بڼه انځورېدله. د يوې شمېرنې له مخې، په ارجنټاين کې نژدې يو لک چينايان شته چې زياتره يې د سوپرمارکټ، رستورانت او پرچون خرڅلاو په چارو لګيا دي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای