چيني اشپزان د لوي تانګ يوان په جوړولو بوخت دي
تانګ يوان د چين يو ډول عنعنوي خوراک دی، دا ډول خوراک د سرېښناکو وريژو په وسيله ګرد شکل جوړيږي او پکې بيلابيل ډول شيريني اچول کيږي. د سږکال د يوان شياو اختر په ورځ کې، د چين په جنوب د ګوان دونګ ولايت د فو شا ښار په شون سيمه کې يو ډېر لوی تانګ يون چې قطر يې ٢.٥ مترو ته رسيږي، جوړ شوی او ښاريانو ته وړاندې شوی چې څه باندې ٥٠٠٠ سيلانيان يې نندارې ته را غونډ شوي او دغه خوندور خوراک يې وخوړ. د دغه خوراک د جوړوونکو په قول په دې لوی تانګ يوان کې٠ ٢٠١٢ کوچني تانګ يوان اچول شوي چې د ٢٠١٢ کال معنا لري ، په دغو کوچنيو تانګ يوان ګانو کې ٥٦ ډوله شيرينی اچول شوې چې د چين د ٥٦قومونو معنا لري.
په لوي تانګ يوان کې کوچنی کوچنی تانګ يوان ګان شته ! چيني اشپزانو خلکو ته کوچنی تانګ يوان ګان ورکوي
تانګ يوان خواړه زما ډېر خوښيږي!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |