CRI Online

په افغانستان کې د کانکور عمومي ازموينې لومړۍ مرحله په کابل کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-06 14:17:41

هر کال په فبرورۍ او مارچ مياشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ځايونو کې د کانکور عمومي ازموينه اخيستل کيږی. سږ کال به يو لک او شپېته زره تنه زده کوونکي د کانکور په عمومي ازموينه کې برخه واخلي چې نيمه برخه يې نجونې دي . د طالبانو په وخت کې نجونې د ښوونې له حق څخه محرومې وې، خو اوس ډېر زياتې نجونې کولای شي لوړې زده کړې وکړي او پوهنتونونو ته ولاړې شي. په کابل ښار کې دوولس زره تنه زده کوونکي د تېرې فبرورۍ له شلمې نيټې څخه د کانکور عمومي ازموينې په لومړي پړاو کې ګډون کوي چې څلور ورځې به دوام لري. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مرستيال بري صديقي د چين د سين هوا اژانس خبريال ته وويل چې په همدې ورځ کې له دوولسو زرو تنو برخوالو څخه پنځه زره او پنځه سوه تنه نجونې دي چې پايلې به يې د مارچ مياشتې په پای کې اعلان شي.د مالوماتو له مخې د افغانستان په بېلا بېلو ځايونو کې د ازموينې وخت او سوالونه يې هم بېل دي . د خبر له مخې پنځه دېرش زره تنه به د لوړو زده کړو په پوهنتونونو کې او پنځوس زره تنه به په عالي مسلکي ښوونځيو کې ومنل شی. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په وېبپاڼه کې کښل شوي چې تر اوسه په افغانستان کې شپږويشت دولتي او دوه پنځوس خصوصي پوهنتونه شته چې يو لک او دېرش زره تنه محصلين پکې درس وايي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای