CRI Online

د چينايانو د واده مراسم

cri     (GMT+08:00) 2012-05-01 16:29:22

واده کول د هر تن لپاره په خپل ژوند کې تر ټولو لويه هيله وي. د چين په پلازمينه بېجينګ کې، هرکال تر سلو زرو زيات ځوانان واده کوي. د چينايانو په نظر سور رنګ د خوشالۍ او نيکمرغۍ نښه ده، نو د چينايانو په خولو کې واده د سور رنګ پېښه ده او په چين کې هر ځای کې سره رنګونه تر سترګو کېږي. د واده په مراسمو کې هغه مهال چې زوم او ناوې له خپلو پلرونو او ميندو څخه مننه کوي، ډېر اغېزمن وي او د مينې او درناوي ماحول وي. خو د ټولنې د پرمختګ سره سم اوس د چينايانو د واده په مراسمو کې بهرنۍ ځانګړتياوې هم زياتې ليدل کيږي، د چينايانو د عنعنوي جامو پر ځاي زوم عموماً دريشي او ناوې سپينه اوږده لمن اغوندي او پر مخ او سر سپين جاليداره نقاب کوي او په مراسمو کې د چين ملي موسيقۍ پر ځای د واده سندرې غږول کېږي او داسې نور. په بېجينګ کې اوسيدونکې مېرمن هوانګ وی د خپل د وادا مراسمو په اړه داسې وويل :

))زما خاوند د بېجينګ دی، زما ټاټوبی جيانګ سو ولايت دی، نو موږ لومړی په بېجينګ کې د واده مراسم پر ځای کړل او بيا زما په ټاټوبي کې مو يوازې د خپلوانو او دوستانو په وياړ يوه ساده مېلمستيا جوړه کړه. زه يوه دوديزه ښځه يمه، نو د واده مراسم په يو هوټل کې پرځای شول او تالار او تخت مو په سور رنګ تزيين کړی و. د واده مراسم مو هم د يو خاص شرکت لخوا تنظيم شوي و، نو زيات زحمتونه مو د واده په ورځ نه دي ګاللي.))

ښاغلي جو جون تاو د خپل واده مراسمو په اړه داسې وويل:

(( زه او زما مېرمن ډېر کلونه په خارج کې اوسېدلي وو، نو موږ له ژبو سره علاقه لرو. نو د څو دوستانو په مرسته مو يوه داسې ويډيو جوړه کړه چې په اته نهو ژبو زوم او ناوې ته د مبارکۍ پيغامونه پکې ثبت شوي، د واده په مراسمو کې مو خپره کړه))

ځينې ځوانان د واده مراسمو د ترتيبولو کارونه هغو خاصو شرکتونو ته سپاري چې د مراسمو ځای د ښکلي کولو او د مراسمو ويډيو د ثبتولو دندې او د مراسمو د ښه ترسره کولو تجربې لري . خو ځينې ځوانان د واده مراسم پخپله ترتيبوي، ځکه چې د دوی په نظر يوازې پخپله ترتيب خپل ځانګړي احساسات څرګندولی شي. په بېجينګ کې اوسيدونکې مېرمن ليو يو داسې وويل :

((زه او زما خاوند په بېجينګ کې کار کوو، خو موږ د بېجينګ اصلي اسېدونکي نه يو. په دې مفهوم چې موږ پرته له دې نه چې په جلاجلا توګه په خپل ټاټوبي کې د واده مراسم ترسره کړو، په بېجينګ کې مو هم د خپلو دوستانو په وياړ يوه مېلمستيا جوړه کړې وه. په حقيقت کې دا ډېر تکليف دی او ډيرې پيسې به لګېږي. ځکه چې چينايان د واده مراسمو ته په ډېره درنه سترګه ګوري، نو ويل کيږي چې د واده مراسمو ترسره کول زموږ او زموږ د پلرونو او ميندو په غاړو دروند بار دی.))

راځئ چې د ښاغلي جنګ شينګ نظر وګورئ:

((د واده مراسمو د تنظيمولو شرکت ته مې خپلې غوښتنې او فرمايشونه وويلې، د مراسمو په ځای کې مو دوې لويې پردې ودرولې چې پکې په چين يا نورو هېوادونو کې زما د ملګرو، مشرانو او دوستانو د مبارکۍ پيغامونه ليکل شوي و.))

ځيني ځوانان د واده مراسم نه جوړوي او يوازې په خپلوانو او دوستانو شيريني وېشي په دې وسيله سره يوځای خپلې خوشالۍ شريکوي. خو ځينې يې د نورو ځايونو سيل انتخابوي، ځکه چې د دوی په نظر په عمر کې تر ټولو خوږ او د خوښۍ نه ډک مهال دې پر خپل ځان پورې اړه لري. مېرمن جانګ مې لي داسې وويل :

((د واده مراسم زما لپاره مهم نه دي او مهم کار د خپلوانو راضي کول او په خپله کورنۍ کې د واده خبر اعلانول دي، نو د خپلوانو لپاره مو يوه مېلستيا جوړه کړه . برسيره پردې، زموږ د دواړو د واده د نکاح خط د ثبتولو يوه لنډه ويډيو مو پخپله جوړه کړه چې په مراسمو کې مو خپره کړه. دغه راز له خپلوانو څخه مې مننه هم په ويډيو کې مننه وکړه. له مېلمستيا وروسته مې له خاوند سره يوځای مالديف ته ولاړم چې هلته مو د خوښۍ ډک وخت تېرکړ.))

دوستانو ، د واده مراسمو په هکله د چيني ځوانانو نظريو له اوريدو وروسته تاسې به حتما په دې هکله څه نا څه معلومات ترلاسه کړي وي. ايا د افغانانو د واده مراسم چينايانو ته ورته دي؟ هرکلی کوم چې زما ويبپاڼې ته د خپلو ودنو رواجونو په هکله وليکئ او له ما سره يې شريک کړئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای