CRI Online

د قرغېز قوم حماسي شعر مناس

cri     (GMT+08:00) 2012-08-15 19:45:06

دلته د اويغوري قوم ډېرې ښکلې عشقي کيسې نسل په نسل خپور او ژوندې پاتې دي.

د مغولي اتل جيانګر په اړه حماسي شعرونه په نړۍ کې ډير شهرت لری ،

د قرغېز قوم دايره المعارف او د قزاقي قوم خوږې سندرې اورېدل کېږی.

شينجيانګ يو له معجزو نه ډک ځای دی چې ډول ډول قومي کولتورونه روزل شوي. داسې کولتورونه څنګه ساتل او په ميراث نورو نسلونو ته پاتې کېږي؟ راځئ د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو سره يو ځای شينجيانګ ته ولاړ شئ او د شينجيانګ غږونه واورئ.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د مناس په نامه د قرغېز قوم حماسي شعرونو يوه لنډه برخه واورېدله. دغه حماسي شعرونو د قرغېزي دايره المعارف په توګه ګڼل کېږي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به ستاسو له درنو اورېدونکو سره يو ځای د مناس حماسي شعرونو ټاټوبي ته ولاړ شو څو چې ددغه ځاي معجزې حس کړو.

اقچي ولسوالي چې د چين او قرغېزستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې پرته ده، شاوخوا يې دنګ غرونه دي. خو که تاسو دغې ولسوالۍ ته ننوځئ، نو ډېر ځانګړي احساسات احساسولای شي: په لېری ځای کې د غرونو څوکې په واورو پټې دي ، څو وريځې په ابي اسمان کې الوزي، دغه راز غوايان او پسونه په خوشحالۍ سره پر څړځاي کې واښه خوري او څري چې دا يو ډېر ښکلی تصوير دی. قرغېزيان نسل په نسل په مالدارۍ بوخت دي او په خپل ټاټوبي کې يې بې شمېره افسانې او کيسې جوړکړي دي. د بېلګې په توګه حماسي شعرونه مناس يوه ځلانده مرغلره ده.

قدرمنو اورېدونکو، همدا اوس مو د مناس د حماسي شعرونو يوه لنډه برخه واورېدله چې په کې بې رحمانه جنګي ډګر تصويرېږي. په دغه لرغوني حماسي کيسه کې داسی تاريخ ليکل کېږي چې اتل مناس او د ده ٧ نسله اولادونو د ټولو قرغېزانو په مشرۍ له بهرنيو تېری کوونکو سره تيزه مبارزه وکړه. له څو سوو کلونو راهيسې دغه حماسي کيسې د ډول ډول ستونزو په لېرې کولو سره د قرغيزانو زړه ور او توريالۍ روحيه پارولې ده.

قرغېزيان چې نسل په نسل پر څړ ځايونو کې ژوند کوي، د موسيقۍ او شفاهي هنر په برخو کې ډېر لوی لاس لري. حماسي شعرونه مناس همداسي شفاهي هنر دی چې بيخي د عامو خلکو په خولو کې يو نسل او بل نسل ته انتقاليږي .د مناس ويونکي يو ځانګړی نوم لري چې مناسچي نومېږي.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د يو مشهور مناس چي يوسف مامايي په اواز د مناس يوه لنډه برخه واورېدله. ښاغلي يوسف مامايي د قرغېزانو په منځ کې ډېر شهرت لري. هغه ګرد مناس چې د ٨ ټوکونو په شمول ٢٣٠ زره بيتونه پکې شامل دي ، ويلی شي.

سپين ږيری يوسف مامايي سږ کال کابو ٩٦ کلن دی، خو له سترګو څخه يې لا هم ځلا ښکاري . د خبر له مخې، هغه له ٨ کلنۍ نه له خپل مشر ورور سره يو ځای د مناس ويلو په زده کړې پيل کړ .

قرغېزان نه يوازې له مناس سره ډېره مينه لري، بلکې هم مناسچيانو ته ډېر درناوی کوي. مناسچيان د مناس په ميرث وړلو په برخه کې ډېر ستر خدمتونه تر سره کړي دي. که څه هم دوی د مناس ويلو په وخت کې همراهي ته اړتيا نه لري، خو احساسات يې کله تيز او کله ارام ښکاري. نژدې ټول مناسچيان داسي وايي چې دوی د مناس د زده کړې په بهير کې لکه له ربانو سره خبرې کړې وي. د دوی په اند دا د ربانو اشارت او الهام ده چې له طبيعي توان نه وتلی دی. يو بل مناسچي کرمان علي داسې وايي:

مناس زموږ تاريخ او قومي روح دی. ډېر پخوا زموږ نيکه ګانو د مناس په ويلو پيل کړی دی. زموږ نسلونه لا تر اوسه هم دغه حماسي شعرونه زده کوي. نو ځکه زموږ لپاره د دومره زياتو بيتونو يادول ډېر ستونزمن کار نه دی. موږ د نيکه ګانو په خولو حماسي شعرونه ياد ساتلي چې دا يو ډول طبيعي توان دی.

کرمان علي چې د ١٠ کلنۍ پر وخت د مناس په زده کړې پيل او له ٢٠ کلنۍ نه يې د سپين ږيري يوسف مامايي لارښوونه تر لاسه کړې، سږ کال يې ٦٩ کلن سپين ږيری دی. که څه هم د چوپانۍ ژوند ډېر سخت دی، خو هغه د مناس ويلو پر وخت لا هم ډېر شوق او ذوق لري. د ده په وينا زيات شمېر مناسچيان د مسلسلو څو ساعتو حتی څو ورځو لپاره مناس ويلای شي.

ما د ځوانيتوب پر وخت د مسلسلو ٢٤ ساعتو لپاره مناس ويلای شوای، خو اوس ځکه ډېر زوړ شوی، نو يوازې يې يو ساعت ويلی شم .

د کرمان علي ١٩ کلنه لور ګونچي ګل يوه ځوانه مناسچي ده. سپين ږيری يوسف مامايي ټول ٤٠ زده کوونکي لري، خو په کې د ګونچي ګل په شان يوازې ٤ ښځينه زده کوونکۍ شامل دي. نن ورځ قرغېزي ښځې هم د نارينه وو په څېر پر هنري ډګر خپل هنري استعداد ځلولي شی او د مناس د ميراث وړونکو په ډله کې يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. پېغلې ګونچي ګل زموږ خبريال ته وويل:

له ١٣ کلنۍ نه ما له خپل پلار سره د مناس په زده کړې پيل وکړ. زما پلار غوښتی چې زما څخه يوه بريالۍ ښځينه مناسچې وروزي.

لکه څنګه چې مناسچيانو ويلي، ټول شيان د بدلېدو په حال کې دي او د نيکه ګانو لخوا راپاتې شوې کيسې نسل په نسل خپرېږي. نن ورځ د مناس په ټاټوبي اقچي ولسوالي کې ستر بدلونونه راغلي دي. انترنيټ، فلم او ټلويزيون لا پخوا د مالدارانو په ژوند کې ډېر مروج شوی دی. شک نشته چې د تخنيک د چټک پرمختګ له امله د غير مادي کلتوري ميراثونو ساتنه له بې سارې سختې ننګونې سره مخامخ ده. د اقچي ولسوالۍ د مناس څېړنيز مرکز څېړونکي عبدال وويل:

مناس د خلکو په خولو کې نسل په نسل نقل کېږي. نو موږ هر کال په دې اړه زيات فعاليتونه جوړوو او په ښوونځيو کې اړوند کورسونه هم پرانيزو. د دې تر څنګ حکومت د مناس د مروجولو په برخه کې هم زياتې هڅې کړې او کوي يې.

مناس د قرغېزانو د عقل او هنر لاسته راوړنه ده چې د ٢٠٠٦ کال د مې په ٢٠ مه نېټه د چين د غير مادي کلتوري ميراثونو په لومړي لست کې شامل شوی دی.

د قرغېزانو په سترګو کې مناس روحي مالګه ده. بې له مناس، ژوند به هيڅ خوند نه لري. قدرمنو اورېدونکو، د شينجيانګ کلتور پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې تاسو زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسو له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای