CRI Online

د مغولي قوم اتل جنګار په نامه حماسي شعرونه

cri     (GMT+08:00) 2012-08-15 20:54:21

ګرانو اورېدونکو، د شينجيانګ کولتور په نامه د پروګرامونو دوهمه لړۍ کې به تاسو ته د مغولي قوم اتل جنګار په نامه د حماسي شعرونو په هکله مالومات وړاندې کړو.

د مغولي قوم اتل جنګار د مغولي بېلا بېلو قبايلو د يووالی او خلکوته د ارام او نېکمرغه ژوند رسولو لپاره سترې کارنامې قايمې کړې او له سلګونو کلونو راهيسې دده نوم او کيسې د عامو خلکو په خولو کې نسل په نسل خپرېيږي . دده په نامه حماسي شعرونه د مناس په نامه د قرغيزي او د ګسار په نامه د تبتي حماسي شعرونو سره يو ځای د چين د ملي لږکيو د ٣ مشهرو حماسي شعرونو په توګه بلل کېږي او په نړۍ کی ډير شهرت لری.

جنګار چې د اسماني زوی مانا لری ، د ماشومتوب په موده کې د پلار او مور د مړ کېدو له امله يتيم شو ، خو له ٣ کلنۍ څخه يې د ځانګړې فوق العاده توان په وسيله پر مغولي دښت باندی تېري کوونکي شيطان ته ماتې ورکړه او د بومبا نومی هېواد يې جوړ کړ او د مغولي قوم خلکو ته يې شتمن ژوندورساوه .

د تاريخ په اوږد بهير کې د جنګار په نامه حماسي شعرونه رامنځته ، بدل ، پرمختګ او بشپړ شوي دي چې تر اوسه پورې لاهم د مغولي قوم د خلکو په خولو کې دي .د پوهانو په اند د جنګار د سرچينې په اړه ٣ ادعاګانې موجودې دي ، لومړۍ د روسيې د ولګا سيند له هاليمګ مغولستان ، دوهمه، له اوسنی مغولستان، درېيم، د چين د شيجيانګ له جونګر مغولستان سره پيلتيا لری .د پوهانو له څېړنې سره سم، وروستۍ ادعا علمي بنسټ لري ځکه چې د جنګار په حماسي شعرونو کې د ياد شويو ځايونو نومونه د چين د شينجيانګ د جونګر په مغولستان کې پيدا کېږي. د جنګار په اړه څېړونکي او د شينجيانګ پوهنتون کارپوه جيا مو چا وويل جنګار يو مشخص کس نه ، بلکې د مغولي قوم د اتلانو يو استازی بلل کېږي چې په نړۍ کې د لرغونو مغولي اتلونو ملي احساسات څرګندوی دی. کارپوه جيا مو چا وويل

جنګار مغولي کلمه نه، فارسي کلمه ده چې د نړۍ د فاتح معنی لري.د زياتو کارپوهانو په قول جنګار له دوولسمې يا ديارلسمې پيړۍ څخه د مغولي اتلانو يو استازی ګڼل کېږي. د روسيې کارپوه وايي د جنګار په نامه حماسي شعرونه هنري تاريخ دی چې د هنري ژبې او خيالي کيسې په وسيله د مغولي قوم د اتلانو ستاينه کوي.

د جنګار په نامه حماسي شعرونه نه يوازې د چين د مغولي قوم د خلکو ترمنځ شفاهي شعرونه دي، بلکې يو ډول دايرۀ المعارف هم دی چې د علمي څيړنې په برخه کې ډېر ارزښت لری او په کې زيات شمېر تاريخي پېښې او د اتلانو داستانونه شامل دي او محتويات يې د مغولي قوم په تاريخ ، کولتور او ټولنيز ژوند پورې اړه لری چې دغه ټول د مغولي قوم د نسلي ژوند انځور دی.

د ٢٠٠٦ کال د مې په ٢٠ نېټه د جنګار په نامه حماسي شعرونه د چين د دولتي شورا له خوا د هېواد په کچه د نامادي کولتوري اثارو د لومړنۍ ډلې په ليسټ کې ټاکل شوي او ورپسې د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو حکومتونو د دغو حماسي شعرونو د ساتنې لپاره فعال تدبيرونه غوره کړي دي.د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې ادارې سيمې د کولتور ادارې په اړه د نامادي کولتوري اثارو د ساتنې څانګې يو مسؤل ما اينګ شنګ وويل

حکومت ډول ډول تدبيرونه غوره کړي دي، لومړۍ، په بېلا بېلو کچو ليسټونو کې د ټاکل کېدوله لارې د جنګار ارزښت وپيژندل شو.دوهم ، حکومت د بېلا بېلو کچو وارثانو ته د مرستې ورکولو ، د روزنيزو کورسونو د پرانستلو او د ښوونيز نظام د کارولو په برخه کې زياتې پانګې اچولې دي .درېيم،د جنګار د خپرېدا شرايطو د لټون لپاره يې اړوند فعاليتونه او سيالی تر سره کړي دي . څلورم، د نقلولو سازمانونه او د نندارتون ځايونه يې جوړ کړي دي. د کولتور ادارې په توګه د وارثانو روزل زموږ لخوا د زياتې پاملرنې وړ دي، ځکه چې د وارثانو ساتنه تر ټولو مهمه دنده ده.

سپين ږيری شرنيمان د ٢٠٠٧ کال په جون کې د کولتور وزارت له خوا د جنګار د وارث په توګه ټاکل شوی او د هېواد په کچه د نامادي کولتوري اثارو د لومړنۍ ډلې پروژو له ٢٢٦ تنو وارثانو څخه يو دی . شرنيمان د ماشومتوب له مودې څخه د جنګار له ويلو سره ډېره مينه درلوده او اوس هغه د جنګار د ٢٦ څپرکيو حماسي شعرونو د ويلو توان لري. شرنيمان د جنګار ويلو او خپرولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او ٥٣ شاګردان لري، بر سېره پر دې ، هغه هره اوونۍ د خېجيګ ولسوالۍ په څلورم منځني ښوونځي کې د جنګار په روزنيزه اډه کې زده کوونکو ته اړوند مهارتونه ورزده کوي. هغه وويل چې که څه هم د جنګار د خپرولو او نقلولو په وړاندې زياتې ستونزې شته ، خو د جنګار روحيه ده ته هڅوي چې هر ډول مشکلات او ستونزو لېرې کړی.

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د خېجيګ ولسوالۍ د څلورم منځني ښوونځي د جنګار روزونکې اډې د درس په ترڅ کې د زده کوونکو لخوا زمزمه شوې برخه واورېده.ياده اډه د ٢٠٠٩ کال په سپتمبر کې جوړه شوه چې تر اوسه پورې څه د پاسه سل تنه زده کوونکي د جنګار حماسي شعرونو د لومړنۍ او دوهمې برخې د ويلو او زمزمه کولو لياقت خپل کړی.

له څېړنې سره سم نه يوازې په چين، روسيې يا مغولستان کې بلکې په هر هغه ځاي کې چې د مغولي قوم خلک ژوند کوي،د جنګار ويلو فعاليتونه تر سره کېږي.ښاغلي ما اينګ شنګ خبريال ته وويل د جنګار حماسي شعرونو د ساتنې او خپرونې کارونه د نړۍ د نامادي کولتوري اثارو د ساتنې همکارۍ په مهمې اجندا کې شامل شوي دي.

موږ په دې هڅه کې يو چې نړۍ ته د جنګار حماسي شعرونه وروپيژنو ، دغه راز د انسانانو د نامادي کولتوري اثارو په ليسټ کې د جنګار شموليت د غوښتلو کار هم پيل شو. موږ هم د چين او مغولستان ترمنځ د همکارۍ په نظام کې برخه درلوده او هيله من يو چې د جنګار او د مغولي قوم د نورو نامادي کولتوري اثارو د ساتنې په برخو کې خپلمنځی همکاری پياوړی کړو.

يقين دی چې د جنکار حماسي شعرونه به هرومرو د سترې ملي روحيې سره يو ځای وساتل شی او د لمر په څير به وځلوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای