CRI Online

د قزاقي قوم اکن ايتس

cri     (GMT+08:00) 2012-08-15 20:54:40

ګرانو دوستانو، همدااوس مو د قزاقي قوم د اکن ايتس لويې غونډې توده فضا واورېده. دوبي په دښت کې ډېر ښه فصل دی چې قزاقي کوچيان تر پسرلني کډوالی وروسته له خوشحاليو څخه ډکې مودې ته رسېږي. د پروګرام په دې لړ کې به موږ د شينجيانګ پراخ څړ ځاي ته لاړ شو څو چې له نژدې نه د قزاقي قوم اکن ايتس واورو.

قزاقي قوم چې د شينجيانګ په اويغوري خپلواکه سيمه کې ميشت دی ، يو لرغونی قوم ګڼل کېږی. اکن د دې قوم د ګرځندو شاعرانو محترم نوم دی او ايتس په قزاقي ژبه کې د مناظرې مانا لري. اکن ايتس مشاعره ده چې شاعران د خپلو احساساتو څرګندولو لپاره پکې په خپلو ارتجالي شعرونه انګازه کوي. د قزاقي قوم په بېلا بېلو جشنونو ، غونډو او ورځو کې ليدل کېږی چې اکنان پر ځمکه ناست دي او يو سړی او يوه ښځه يو له بل سره د سندره ويلو له لارې سيالي کوي. څو چې د اکنانو د سندرو ويلو غږونه پورته کېږي، قزاقي کوچيان به د أسونو په سپرليو له هرې خوا نه د مشاعرې ځای ته راغونډېږي او له تودې سيالۍ څخه خوند ترې اخلي .

قزاقي کوچي مورت خبريال ته وويل ټول قزاقيان له ايتس سره ډېره مينه لري،که په سخت باران وي يا په سووزونکی لمر ، د دوی د شوق مخه نه شي نيولی. ده وويل ايتس د قزاقيانو روحياتي ملاتير دی چې قزاقيانو ته ډېره ښکلا او خوشحالی رسوي. نو قزاقيان ټول د ايتس مينوال دي لکه د شات مچمچۍ له ګلانو سره مينه لری.

د ايتس سيالي ډيره شديده ده ، خو په پای کې به حتماُ غالب او مغلوب وټاکل شی، نو هر اکن بايد د اخري نتيجې په وړاندی پوره تياري ونيسي. اکنې ايشام ګل خبريال ته وويلد اکن ايتس سيالی مخامخه او شديده ده ، نو اکنان بايد د هرې ساحې په هکله زياتې پوهنې او مالومات ولری . نننی عصر د ګړندي پرمختګ په حال کې دی، نو موږ بايد د عنعنوی پوهنې نه پرته ډېر زيات کتابونه ولولو او عصری پوهنې دې خپلې کړو.

محترمو اورېدونکو، د پروګرام په دې برخه کې به د سپينې بتې په نامه يوه ترانه واورئ چې د موسيقی چي بيريک توليپورګن لخوا غږول شوې ده په قزاقي دښت کې د اکنانو رامنځته کېدل غيرمنتظره دي . څرنګه چې قزاقيان د کوچياني ژوند کوي او دايمي کورونه نه لري، نو د نوې پوهنې د منلو او د خپلو احساساتو د څرګندولو په هکله له ستونزو سره مخامخ دي چې له امله يې اکنان رامنځته شوي دي ځکه چې دوي ښه حافظه لری او کولی شی چې د خپل سفر په ترڅ کې نوې پېښې او پدېدې په خپلو مغزو کې وساتي او هر وخت د سندرې ويلو له لارې نورو کسانو ته خبر ورکړي . د ژوند دغه ځانګړې لارې چارې د قزاقيانو ځانګړی کلتوري او هنري شکل اکن ايتس منبع ده او نسل په نسل خپرېږی.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د هنر او کلتور ادارې د غيرمادي کولتوري ميراث دفتر کارکوونکي ما ين شنګ وويلد مخامخې زمزمې په ترڅ کې اکنان وګړيو ته د قزاقي قوم تاريخ، مهمې قومي پېښې او اوسنيو مهمو خبرونو په شمول ډېر مالومات په تيره بيا د ژوند أين او اداب ورکوي. د نيکه ګانو لخوا پاتې شوي اصول او قوانين هم له دې لارې خپريږي .

د ٢٠٠٦ کال په مې مياشت کې اکن ايتس د دولت په کچه د غيرمادي کلتوري ميراث په لومړی ډله ليست کې شامل شو او په دې توګه دغه هنر په سيستماتيک او بشپړ ډول ساتل او په ميراث اخيستل شوی دی. ښاغلي ما ين شنګ وويل په سياليو کې د برخوالو د شوق او جذبات د پارولو او د اکن ايتس اغېزې د پراخولو لپاره، په شينجيانګ کې دا نظام جوړ شو چې هر کال د ښار په درجه ، هر دوه کاله د سيمې په درجه، هر درې کاله د خپلواکې لويې ولسوالۍ او هر پنځه کاله د شينجيانګ د خپلواکې سيمې په درجه د ايتس سيالۍ جوړېږی. دغه نظام د پلی کېدو له شپږو کلونو راهيسې يې ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. ښاغلي ما وويل دغه نظام په اساسي يونټ کې د ايتس هنر د زده کوونکيو د تبادلې، زده کړې، نندارې او د خپل مهارت د لوړولو لپاره مناسبه زمينه برابروي. حکومت د اکنانو د مهارت د غښتليتوب لپاره قوی ملاتړ کوی چې دغه هڅې د وګړيو د ستاينې وړ دي

د وګړيو تر منځ د ايتس هنر خپرېدا د پياوړتيا لپاره، دغه هنر حتی په ځايي ښوونيز سيستم کې شامل شو. د شينجيانګ د ائلي قزاقي خپلواکې سيمې د غيرمادي هنري ميراث د ساتلو په اړه د څېړنې ادارې مشر وويل په ٢٠٠٤ کال کې د ايئلی په دارالعلمين کې د ايتس هنر ټولګی پرانيستل شو. تر اوسه پورې څه دپاسه دری سوه تنه اکنان روزل شوي چې د ليسانس درجه لري. هغه وويلاکنان د ايتس هنر د ساتلو لپاره يوه مهمه برخه ده او د ايتس هنر د خپرېدا په غرض لازم شرط دی. د ايئلی د دارالعلمين د ايتس هنر ټولګی پرانستل شو چې له امله يې د ايتس هنر د خپرېدا لپاره ځاي ناستي شته دي.

(اواز١١) ګرانو دوستانو، همدا اوس تاسو د روان کال په پيل کې د محصلينو د اکن ايتس د درېيمې غونډې اواز واورېد چې د ايئلي په کوی تن ښار کې جوړه شوې. د ايئلي د دارالعلمين دوه دېرشو تنو زده کوونکيو د قومي جامو په اغوستې په سيالی کې ګډون وکړ. اوس د شينجيانګ د غيرمادي هنري ميراث د ساتلو په اړه د څېړنې ادارې مشرې لي جي ليان د دې غونډې د يادولو په وخت کې لا هم ډېر ذوق وه او و يې ويل د ښوونيز سيستم له لارې روزل شويو اکنانو د اتيس هنر د خپرېدا د هڅولو لپاره ستر رول لوبولی دی. دې وويل په تعليمي سيستم کې د اتيس هنر شاملېدو يوه وړتيا دا ده چې انتخاب شوي زده کوونکي ښه اواز لري، موسيقي اله غږولی شي او د هنري پوهنې بنسټ يې ښه دی، داسې شرايط د غښتلو اکنانو د روزلو لپاره ډېر ګټور دي. له دې نه پرته، بله وړتيا يې دا ده چې د ايتس د زده کوونکو لپاره يوه ښه زمينه برابره او د کار او استخدام يوه لاره هم جوړه شوې ده. نو په ښوونيز سيستم کې د ايتس شاملېدل يو داسې قوی ګام دي چې د دې هنر د خپرولو او ساتلو لپاره يې يوه بله لاره پرانيستلې ده.

لکه چې په سندره کې ويل شوي، موږ اکنان يو او زموږ په اولادونو کې هم بايد غښتلي اکنان پيدا شی چې دوي له ژوند او کار سره ډېره مينه لري او خپل ملت او عادتونه نه هېروي. اکنان د خپلو سندرو له لارې له ايتس هنر سره ډيره مينه او قومي وياړاو افتخار څرګنديږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای