CRI Online

د اويغوری قوم د مقام په اهنګ کې د مينې کيسه

cri     (GMT+08:00) 2012-08-15 20:54:46

پنځه ويشتو اويغوري ځوانان راغونډيدل او د سي تار، ايجيک، تنبور او کالون په شمول څه دپاسه لس ډولو موسيقۍ الو په غږولو سره په مقم کې د مينې يوه کيسه ويله چې اهنګونه يې له خوښيو څخه ډک و او سندرې شعر يې اوږد و. خو کندکتور نه و چې سندرغاړي او غږوونکي يې د شينجيانګ د هنري پوهنځي د موسيقۍ څانګې په اړه د مقام غږولو هنر ټولګي زده کوونکي دي چې عمرونه يې د شلو کالو په شاو خوا کې دي. د دوی له خوا غږول شوی مقام ځانګړی جذابيت لري او د مينوال يې ډېر دي.

د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د اويغوري قوم خپلواکه سيمه يوه ښکلې ځمکه ده او اوسيدونکي اويغوريان يې د ژوند له هرې ساحې څخه خوشحالي لټوي. د دوه زرو کلونو راپدې خوا د اوريښمو لارو په اوږدو دغه سمسوره سيمه کې د مختلفو کلتورونو تر منځ د تفاهم او تګ راتګ پل جوړ شو. مثلأ يوناني، چيني او عربي کلتورونه چې د دغو ځلاندو کلتورونو په رڼا کې د سندرو، نڅاوو او موسيقۍ په ګډون يو ډول ځانګړی ادبي او هنري بڼه رامنځته شوه او دغه هنري شکل د مقام په نامه ياديږي چې دوولسو مقام يې استازيتوب کوي او هر مقام له دريو برخو څخه متشکل دی چې لومړۍ برخهيې په اويغوري ژبه جونپ، دوهمه برخه يې داستان او درېيمه برخه يې ميسيرپ نومېږي. که د ټولو دوولسو مقامونو ويل څه دپاسه شلو ساعتو ته اړتيا لري.

همدااوس مو د دوولسم مقام يوه برخه واوريد چې د هلک اليپ او نجلۍ سينم تر منځ د مينې په اړه له اوږدې مثنوي څخه راځي او په منځنې پيړۍ کې اليپ او سينم د ډېرو خطرونو او ستونزو په ليرې کولو سره يو پر بل مينان شول. دغه کيسه په اويغوري ميشت سيمه کې هره کورنۍ ښه پوهېږي او نسل په نسل د خلکو په خولو کې ده. د چين د لومړۍ درجې لوبغاړی او د هېواد په کچه د اويغوری قوم د مقام هنر ميراث اخيستونکي عثمان همت خبريال ته د دغې کيسيې په اړه مالومات ورکړل او ويې ويل (اواز)

د منځنې پيړۍ په وخت کې يوه ورځ چې پاچا عباس او صدراعظم حسن د ښکار لپاره بهر ته لاړل، يوه بلاربه يې وليدله او د رحم کولو له امله يې ونه وژله او خوشي يې کړه. په هغه وخت کې د دوی ښځې هم اميدوارې وې، پريکړه يې وکړه چې که ښځې يې په جلا جلا توګه زوی او لور وزيږوي، دواړه به وروسته سره واده وکړي. خو څو کاله وروسته حسن له بدمرغه مړ شو، وروسته تر هغه چې د ده زوی ليپ او د پاچا لور سينم لوی شوي، تر منځ ژوره مينه پيدا شوه. نوی صدراعظم د واکمنۍ د غصبولو لپاره خپل زوی عبدالراشد چې د ماڼۍ د ساتونکو مشر هم و، تحريک کړ چې د اليپ مينه په زوره تر لاسه کړي او پر اليپ باندې بی ځايه تهمتونه ولګوي. پاچا عباس د نورو پر شايعاتو باور درلود او د اليپ د کورنۍ ټول غړي يې ليرې ځای ته وشړل. سينم ډېره خپه شوه او په سختې ناروغې اخيته شوه. اليپ د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره او د بی وزلو روهي خلکو په مرستې د شاهي باغ د ترميمولو په وخت کې ماڼې ته ننوت او د صدراعظم زوی يې وواژه او د ده توطيه يې افشا کړه. پاچا ويښ شو او ډېر پښيمان و او په پای کې يې د اليپ او سينم له واده موافقه وکړه.

ښاغلي عثمان همت وويل د اليپ او سينم په نامه عشقي مثنوي تقريبا د لسمی پيړۍ په وخت کې د اويغوری شاعر يوسوف حج له خوا د فلکلوري کيسې له مخې ليکل شوې. په دوولسو مقامونو کې يوازې له دغې کيسې څخه ځينی برخې د ښکلي اهنګ په ملتيا سره اورېدل کېږي چې د اويغوري خلکو په منځ کې ډېر مروج دي.

اويغوري سپين ږيري سمساک احمد چې اوس پنځه اتيا کلن دی، د شينجيانګ د اقسو ښار د قارتاله علاقه دارۍ د بوستان په کلي کې اوسېږي. په ١٩٤٠ کال کې هغه د چوپانۍ په وخت کې د يوازيتوب څخه د ځان ساتلو لپاره د مقام ويلو زده کړه وکړه. که څه هم هغه سواد نه لري، خو د ښې حافظې په لرلو سره د مقام اهنګونه او شعرونه يې ښه زده کړيدي. اويا کلونه تير شوي، سمساک احمد لا هم د اليپ او سينم د مينې کيښه ويلی شي. هغه وويل په مقام کې د هلک او نجلۍ تر منځ د خوږې مينې، د جلاوالي په وخت کې د خپګان او له خپګان وروسته د خوشحالې په هکله د ژوند لوړې و ژورې اورېدل کېږي. سپين ږيري بی له اختياره د لاسی تمبل په وهلو سره له زده کوونکيو سره يو ځای د مقام په زمزمه کولو پيل وکړ.

مينې! زما لاسونه وتړل شول. که ستا سره ونه ګورم، زه به مړ شم. لوټماران ډېر ضالمانه دي او غواړي چې ما ووژني. که له تاسو سره ليده کاته ونه کړم، زه به له دنيا څخه لاړ شم.

د ځوانانو تر منځ د خوږې مينې د څرګندولو لپاره عثمان همت د اليپ او سينم په کيسه کې يوه برخه وويله چې اليپ سينم ته خپله مينه څرګنده کړه. (اواز)

ستا بارخوګان لال غونډې دې، که ما ته وګورې، زما روح به ورکش کړي. ستا کوچنۍ خوله ډېره خوږه ده، غواړم چې ستا له خولې څخه خوږې اوبه وڅښم.

په داسې حال کې چې په پای کې اليپ او سينم بيا سره يو ځای کيږي او واده يې سره وکړ، له خوشحاليو څخه ډکې سندرې او موسيقۍ د دوی خپګان ليرې کړ.

(اواز) د شينجيانګ د هنر پوهنځی د موسيقۍ څانګې په اړه د مقام د ښوونيز دفتر مشر پروفيسر ميجس يونس وويل له دغې خوشحالې څخه ډک اهنګ دا ښيي چې د مينې دغه کيسه پای ته ورسيده. هغه وويل (اواز)

د مقام په دې برخه کې د اليپ او سينم تر منځ د واده صحنه انځوريږي. پاچا د دوی له واده موافقه وکړه، نو اهنګ يې په دې پړاو کې ډېر له خوښۍ ډک وي.

د مينې له نوموړې کيسې څخه يوه اويغوري اصطلاح رامنځته شوې چې وايي له صحرا څخه په تيريدو اباد ځاي ته رسيږي. مينه يوازې د زيار او ستونزو له لېرې کېدو وروسته بري موندلای شي. اوس د اويغوری قوم دغه کيسه د مقام په غږولو سره نه يوازې د شينجيانګ د اويغوريانو په منځ کې خپرېږي، بلکی په ١٩٨٠ کال کې د دې کيسې له مخې يو فلم جوړ شوی چې د هېواد په دننه او بهر کې يې ښه غبرګونونه تر لاسه کړي دي. د چين عاميانه او ولسي سندرغاړي داو لانګ د دې کيسې پر بنسټ يوه سندره ليکلې چې د اليپ او سينم په نامه نومېږي. شعر يې دا دی(سندره)

له کوچنيتوب څخه له تاسو سره د تيان شان په لمن کې لوبې کوم، موږ اصلا په دنيا کې تر ټولو نيکمرغه مينان يو. سينم، ته د ښکلي انار ګل يې، زه اليپ يوازی ستا مشر ورور يم.

په ٢٠٠٥ کال د مقام هنر د م م د يونيسکو سازمان له خوا د شفاهی او د غير مادی ميراث په توګه کې منل شوی دی. ٢٠١٠ کال شينجيانګ د اويغوری مقام هنر د ساتلو په اړه مقررات خپاره کړي چې د ولايت په کچه د چين د غير مادی کلتوري ميراث لومړی قانون ګرځيدلی دی. د شينجيانګ د هنر د څيړنيز انسټيټيوټ مشرې او د شينجيانګ د غير مادی کلتوری ميراث د ساتنې او څارنې مرکز منشې لي شيو ليان وويل مقام داسې دايره ت المعارف دی چې په شفاهی توګه د خلکو د ژوند دودونه او روحيی بڼې څرګندوي، نو د دغه هنر ساتنه د ميراث اخيستونکو ملاتړ ښکاروي. هغې وويل (اواز)

د دولت په کچه د مقام هنر ميراث اخيستونکي هر کال هر تن د لس زرو يوانو په ارزښت حکومتی مرسته او د خپلواکی سيمې په کچه دری زره او شپږ سوه يوانه نغدې پيسې ورکول کېږي. د ځينو ولايتونو او ولسواليو فلکلوری هنرمندان هره مياشت له ځايي حکومتونو څخه له دوو سوو څخه تر پنځو سوو پوری مرستې اخيستی شي. دغې مرستې د مقام د ښې خپريدا لپاره دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای