CRI Online
د محيط ساتنی په باب سازمانونه

د چين د چاپيريال د ساتنې عمومي دولتي اداره

په ١٩٩٨ کال کې د چين د نهم ملي ولسي کانګرس د لومړني غونډې په مظورۍ او د چين د دولتي شورا په اړه د سازمانونو د اصلاحاتو د اړوندو مقرراتو سره سم د چين د چاپيريال د ساتنې دولتي عمومي اداره په رسمي توګه جوړه شوې ده ٠ د دولتي شورا تر مستقيمې اداري لاندې د دغې ادارې عمده دنده له دي څخه عبارت ده چه د هيواد د چاپيريال د ساتنې په هکله اړوند پرينسيپ ، پاليسۍ او مقررات طرح کړي ، پر ايکولوژيکي چاپيريال باندې د اغيزه لرونکو طبيعي منابعو د استخراجولو او استعمالولو د عملونو نظارت وکړي او د مهم ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې او د خراب شوي چاپيريال د بيا اعادي کارونه تر سره کړي ٠ د نوموړي عمومي اداري تر لارښوونې لاندې د چين په مختلفو ځايونو کې د بيلا بيلو درجو اړوندې اداري هم جوړ شوي دي ٠ دچاپيريال د ساتنې د عمومي دولتي اداري اوسني رئيس سي جن هوا دي ٠

د چين د چاپيريال د ساتنې د دولتي اداري د انترنيت پته دا ده http://www.zhb.gov.cn


1  2  3  4  5  6  7