د تبتي قوم کلتوري ميراث او ځانګړي ټولنيز حالات د نوموړي علم د مطالعې او څيړنې دپاره يوه ډيره ښه سرچينه ده د تبتي قوم په باب تاريخي ارشيف نژدي دريو مليونو ته رسيږي ، چې د چين په ٥٦ قومونو کې د هان قوم نه وروسته دوهم مقام نيسي ٠
تبتي علم نه يوازي څرګند قومي خاصيت لري بلکې د زياتو علومو سره هم يوځای شوي دي ٠ اوس د تبتي علم مطالعه او څيړنه په زياتو پرمختللو هيوادونه کې د يوه تود علم په توګه ترسره کيږي ٠ د جاپان ، ايتاليا ، برتانيه ، فرانسه ، هنګري ، المان ، روسيه ، استراليا، هنمارک ، سويډن او فنلندکې زيات مطالعه کوونکي او څيړونکي شته ،
اوس په چين کې د تبتي علم د څيړنې څانګې په دې ډول دي – د تبت پوهنتون ، د تبت سوسيال اکاډمي ، د تبت د خودمختارې سيمې ارشيفخانه ، د چين د تبتي علم انستيتوت ، د چين د سوسيال اکاډمي ملي انستيتوت ، د مرکزي قومي پوهنتون د تبتي علم انستيتوت او تبتي فاکولته ٠
|