CRI Online
په تاريخ کښی د ارامۍ او سعادتمنۍ نه ډکی دوری

د چين په تاريخ کښی د ارامۍ او سعادتمنۍ نه ډکی ٥ دوری

د چين په څه دپاسه ٢٠٠٠ کلنو فيوډالی اوږدو دورو کښی په وار سره تر ټولو نه نيکمرغه او په زړه پوری څو تاريخی دوری رامنځ ته شوی ٠ په تاريخ کښی دغو تاريخی دورو ته سعادتمنه او سمسوره دوره ويل کيږی ٠ مثلاٌ د لويديځ ( هان ) په امپراطوری سلسله کښی د ( دوين جينګ ) دوری د ارامۍ او سوکالۍ په بنسټ د امپراطور( هان وو دی ) د دوری سعادتمنی راټينګه شوه ٠ د ( تانګ ) په امپراطوری سلسله کښی د ( جنګ ګوان ) دوری له ارامۍ څخه د ( کای يوان ) سعادتمنی ترلاسه شوه او د ( مينګ ) په سلسله کښی د ( يونګ شويان ) ارامی خپل اوج ته ورسيده او د ( چينګ ) په امپراطوری سلسله کښی د ( کانګ چيان ) سعادتمنی پيدا شوه ٠ علاوه په دی د ( پسرلی ) او ( منی ) په نامه د تاريخ په جنګی دوره کښی هم سعادتمنی وليدله شوه ، خو دغه سعادتمنی د خلکو په ياد کښی لږه راځی ٠ په دی جمله کښی د ( کای يوان ) او ( کانګ چيان ) ٢ سعادتمنۍ د خلکو له خوا زياتی ياديږی ٠

دغی ٥ سعادتمنی دوری عموماٌ د سختو ګډوډيو د له منځه وړلو او د نوی امپراطوری حکومت د ټينګيدو نه وروسته رامنځ ته شوی او د خپلی سمسورتيا اوج ته ورسيدلی ٠ د لويديځ ( هان ) سلطنت د( چين ) د زوړ سلطنت پر کنډوالو باندی اباد شو او د څه دپاسه ١٧٠ کالو د کوششونو نه وروسته يی خپله سعادتمنی ترلاسه کړه ٠ د ( تانګ ) په امپراطوری سلسله کښی د ( کای يوان ) سعادتمنی د( شوی ) د وروستنی ګډوډی او شورشونو د ارامولو ، د دولتی وحدت د ترلاسه کولو او د هيواد د ښه اداره کولو نه وروسته ترسره شوه چه په دی جريان کښی سل کلنی کږليچی لاری ووهلی شوی ٠ د ( مينګ ) سلطنت د بيلا بيلو وړوکو ملکونو د له منځه وړلو او د لوي ديوال شمالی خوا ته د يوان د ظالم قوت د شړلو نه وروسته د هيواد لوي وحدت ترلاسه کړ او د نيمی پيړی د هلو ځلو نه ورسته يی بالاخره د ( يونګ شيوان ) ارامی او سعادتمنی ټينګه کړه ٠ د( مينګ ) سلسلی د( شنګ جونګ ) د امپراطوری دوری په نيمايی کښی ګډوډۍ او شورشونه وارپه واره راپيښيدل او دغه شورشونو او ګډوډيو د( شي جونګ ) او( سه جونګ ) د ٢ امپراطوری دورو په څه دپاسه ٥٠ کالو کښی خپلی پراخی پيمانی وساتلی او په پاي کښی يی ګرد هيواد جارو کړ او بالاخره د ( مينګ ) سلطنت له منځه لاړ ٠ د ( چينګ ) پوځيانو د لوی ديوال له شمال نه جنوب ته د داخليدو نه وروسته په لومړنيو ٢٠ کالو کښی په وار سره د ( لی جی چنګ ) او( جانګ شيان جونګ ) ٢ بزګری قواوی پوپنا کړی او د جنوبی ( مينګ ) قوتونه يی له منځه وايستل ٠ د ( چينګ ) لوی سلطنت د ( مينګ ) سلطنت پر کنډوالو باندی ټينګ شو او د نورو ٧٠ کالو په کوشش سره يی بالاخره د هيواد لويه کراری او ارامی رامنځ ته کړه ٠ د( پسرلی ) او ( منی ) د جنګی دوری سعادتمنۍ ځانګړی خصوصيت درلود ٠ په ظاهره کښی ٧ ملکونه د نورو ملکونو د له منځه وړلو نه وروسته پاتی شول او د جنګی ګډوډو حالاتو په مقابل کښی يی په وارخطايی سره ګذاره کوله ، خو په حقيقت کښی دغه سعادتمنی د تشريفاتو د قوانينو او نغمو د نظام د ورانولواو د بيلا بيلو ملکونو تر منځ د اوږی مودی د جګړو نه وروسته په نوی سياسی وضع کښی رامنځ ته شوه ٠ له جګړو څخه د بريالی وتلو دغو ٧ نسبتاٌ قوي ملکونو د يوی اوږدی مودی دپاره خپل ثبات وساتل ٠ په پای کښی د ( چين ) ملک نورو ٦ ملکونو ته شکست وکړ او د هيواد وحدت يی ترسره کړ او په دی وجه د ( چين ) سلطنت خپله لويه کراری او سوکالی رامنځ ته کړه ٠

د تاريخ له دغو ٥ سعادتمنو دورو څخه يو ګډ خصوصيت دا دی چه هيواد يی وحدت ترلاسه کړ ، اقتصاد يی پرمختګ وموند ،سياسی ثباتو يی ټينګتيا ترسره کړه ، ټولنی يی طولانی کراری وساتله ، دولتی طاقت يی غښتليتوب وګاټه او کلتوری سمسورتيا يی ترګوتو کړه ٠ د ( پسرلی ) او ( منی ) په تاريخی دوره کښی د تشريفاتو د قوانينو او نغمو په باب نظام ويجاړ شو ٠ او کانفيوسيوس دا دوره يوه ګډوډه دوره وبلله ٠ خو له دی بدليدونکی دوری څخه څرګنده شوه چه زوړ نظام د نسکوريدو په حال کښی او نوی نظام د جوړيدو په حال کښی ؤ ٠ جنګی دوری ته د داخليدو نه وروسته ( لی کوی ) او ( ووچی ) په وار سره د ( وي ) او ( چو ) په ملکونو کښی د قانونی اصلاحاتو غورځنګ راپورته کړ او ددی دوری په دوهمه نيمايی کښی د ( چين ) ، ( هان )، ( چی ) ، ( جاو ) او ( ايان ) ملکونو هم د قوانينو د اصلاحاتو له برکته پرمختګونه وموندل ٠ په تيره بيا ( شانګ يانګ ) د ( چين ) په ملک کښی په هر اړخيزو اصلاحاتو لاس پوری کړ ، ځکه نو د ( چين ) ملک تر نورو نه زياته ترقی ترلاسه کړه ٠ که څه هم بيلا بيلو ملکونو د اصلاحاتو د پيمانی او اندازی له لحاظه زيات توپير درلود ، خو په پای کښی يی ټولو د خپلو ټولنيزو نظامونو اصلاحات بشپړ کړل او له دی برکته فيوډالی نظام بالاخره د غلامی د نظام ځای ټينګ ونيوه ٠

د لويديځ ( جو ) په تاريخی دوره کښی د ملوک الطوائفو له خوا د خاورو د ويشلو نظام عملی شو ٠ او د ( پسرلی ) او ( منی ) په دوره کښی د دغو ملکونو تر منځ د يو بل د الحاقيدو نه وروسته په جنګی دوره کښی ٧ ملکونه پاتی شول ٠ او دغو اوضاعو د وروستيو زمانو د دولتی بيلتون له حالاتو سره اصولی توپير درلود ٠ د ( چين ) سلطنت د جوړيدونه مخکښی د ( شيا) ، ( شانګ ) او ( جو ) په دورو کښی دولت په ريښتيايی واحد دولت نه بلل کيده او يوازی ددغو ٣ واړو امپراطورانو په مرکزيت د قبايلو اتحاد بلل کيده ٠ نو ځکه د جنګی دوری بيلا بيلو ملکونو ته د هيواد تجزيه کوونکی نه ويل کيږی ٠ د ( پسرلی ) او ( منی )له دوری څخه جنګی دوری ته د داخليدو په بهير کښی دا يو لوی پرمختګ و چه ٧ ملکونه د بی شميرو جګړو څخه بريالی ووتل او په پای کښی د ( چين ) ملک د نورو ٦ملکونو سره د يو ځای کولو نه وروسته بالاخر ه د ( چين ) لوی او واحد سلطنت قايم کړ ٠ د امپراطور ( چين شه هوانګ ) له خوا د واحد مرکزی قدرت ټينګيدل د ( پسرلی ) او ( منی ) د جنګی دوری د تاريخ د دوامدار انکشاف حتمی نتيجه وه ٠

د ( چين ) ملک د نورو ٦ ملکونو د الحاقولو نه وروسته لوي سلطنت جوړ کړ ٠ وروسته يی د خاورو د ويشلو په باب د نظام پر ځای د ولايت او ولسوالۍ د ټاکلو په باب نظام عملی کړ او د ولايتونو او ولسواليو د اداره کولو په اړه هره فيصله ټول د امپراطورله خوا ونيوله شوه ٠ او په دی وجه د لوي وحدت په باب هغه تيوری چه د( پسرلی ) او ( منی ) په دوره کښی خلک يی عمل ته سترګی په لاره ؤ د لومړی ځل دپاره په عمل بدله شوه ٠ او وروسته د هيواد د وحدت او بيلتون تميز به د ټولنيز انکشاف د پيژندلو له اصولو څخه شميرل شوی دی ٠

البته داسی استدلال تر لاسه نه کيږی چه وحدت به بالکل سم وی او بيلتون به هرومرو جنايتی کار وګڼل شی ٠ که چيری د يوه سلطنت په وروستنی دوره کښی خورا زيات فساد پيدا شوی وای ، د توليدی قوتونو د انکشاف مخه يی سخته نيوله شوای او حتی شا ته به اړول شوای وای او دغه راز به يی د خلکو ژوند په مايوسانه حالاتو کښی لويئدلی وای ، نو په دی وخت کښی به د بزګری پاڅون له امله د سلطنتی وحدت تجزيه کول ضروری ؤ ٠ په بله ژبه دا يو ښه کار دی چه د بزګرو د قيام له لاری دی فاسد سلطنت له منځه يووړل شی ٠ د چين مرحوم ريئس ( ماو تسی دونګ ) د چين د بزګرو د پاڅون پر مثبت رول باندی هم زياته ستاينه وکړه ٠ د هيواد د تجزيه کولو نه وروسته به بالاخره وحدت ترسره شی ٠ په چين کښی يوه اصطلاح ده چه وايی - د طولانی جلاوالی نه به حتماٌ يووالی ترسره شی ٠ دا د چين د تاريخی پرمختګ قانون دی ٠ خلک ځکه د لوي وحدت صفت کوی چه دغه لوی وحدت ارام ټولنيز چاپيريال برابروی ، د ټولنی او توليدی چارو د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والی دپاره ګټه لری ٠ د لوی وحدت ترسره کول د هيواد د سعادتمنی د رامنځ ته کولو دپاره يو مهم شرط بلل کيږی ٠ د لويديځ ( هان ) د سلطنت د ( وين دی )او ( جين دی ) او وروسته د( وودی ) امپراطوری دوره چه ٩٣ کاله تاريخ يی ونيوه ، د سلطنتی خاوری د پراخوالی دوره وه ٠ دغه سلطنت په شمال کښی د ( هونګ ) له قواوو سره ٥٠ کلنه جګړه وکړه او بالاخره يی د ( هونګ ) قوم د صحرا شمال ته وشاړ ٠ او له دی امله د صحرا جنوب چه پخوا د ( هونګ ) قوم په لاس کښی و ،او د ژيړ سيند لويديځه برخه دواړه د هان په سلطنتی نقشه کښی شامل شوه ٠ دغه شان د لويديځ هغه ارته سيمه چه د ( يو من ) نومی کلا څخه لويديځه ناوه ،او د شينجانګ جنوبی سيمه چه د ( هان ) په زمانه کښی د ( سي يوی ) په نامه ياديده ټول د هان ) په قلمرو کښی يوه برخه تشکيله شوه ٠ په ختيځه خوا کښی ، د ( هان ) سلطنت د کوريا د( وي ) قبيله ريزمريزه کړه او ( لياو دونګ ) برخه ايزه سيمه يی چه پخوا ددی قبيلی تر کنترول لاندی وه د خپلی خاوری په يوه برخه بدله کړه ٠ په جنوبی ، جنوب لويديځه اوجنوب ختيځه خوا کښی يعنی د اوسنی ( ګوانګ دونګ ) ، ( يوين نان ) ، ( جه جيانګ ) او ( فوجيان ) په شمول د بيلا بيلو قبايلو سيمی يی ټولی د هان په نقشه کښی شاملی کړی ٠ د امپراطور( هان وو دی ) په سلطنتی دوره کښی هغه لوي وحدت ترسره شو چه مساحت يی د پخوانی ( چين ) دسلطنت څخه لا زيات پراخ شو ٠

د ( تانګ ) د امپراطوری سعادتمنی له برکته رامنځ ته شوی لوی وحدت د( هان ) د سلسلو نه وروسته يو بل لوی او فوق العاده وحدت بلل کيږی ٠ او په تاريخ کښی عموماٌ د( هان ) او( تانګ ) سعادتمنۍ ته مساوی مقام ورکول کيږی ٠ ( تانګ ) امپراطوری حکومت په شمال لويديځ کښی د ( توجی ) قبيله پوپنا کړه او دغه سيمه يی ترخپلی اداری لاندی ونيوله ٠ په شمال ختيځ کښی يی د کوريا قوتونو ته پوره ماتی ور کړه او په دی سيمه کښی يی د ( تانګ ) محلی حکومت جوړ کړ ٠ او لری شمال خيتځ يعنی اوسنی ( هۍ لونګ جيانګ) سيمه يی هم تر خپلی اداری لاندی راوستله چه ( تانګ )د سلطنت د ( کای يوان ) په دوره کښی را منځ ته شوی سعادتمنی د خپل تاريخ اوج ته ورسيد او د خاورو مساحت يی د لويديځ ( هان ) څخه زيات اوښتی و ٠

د ( هان ) او ( تانګ ) په ٢ امپراطوری دورو کښی د هيواد فوق العاده لوی وحدت ترسره شو نو ځکه دغی دوری د چين د خاورو د پراخيدو په بهير کښی ٢ مهمی تاريخی دوری بلل کيږی ٠

د ( مينګ ) د سلسلو د ( يونګ له ) او( شيوان ده ) په دورو کښی حکومت د شمال او شمال لويديځ له ٢ طرفو نه د ( يوان ) سلسلی پر لمسيانو باندی بريدونه وکړل او په پای کښی يی د صحرا په جنوب او شمال کښی خپل تسلط ټينګ کړ ٠ دغه راز په جنوب لويديځ او جنوبی سيمه کښی يعنی د اوسنی ( يوين نان ) ، ( ګوي جو) او( سه چوان ) په پراخه سيمه کښی يی د مرکزی حکومت له خوا دمستقيمی اداری مقام ټينګ کړ او د لری شمال ختيځ په ارته خاوره کښی د ( مينګ ) حکومتی مامورينو د اداره کولو دندی عملی کړی ٠ دغه شان د ( مينګ ) شاوخوا ملکونه لکه ( ان نان ) ، ( سيان لو ) او ( کوريا ) ټول د( مينګ ) په اړوندو فرعی ملکونو بدل شول ٠ د ( يونګ له ) او ( شيوان ده ) د دوو دورو نه وروسته د لوي ديوال شمالی اړخ اود سلطنت شمال لويديځه خوا بيا د مغول تر کنترول لاندی شوه ٠ مغول د ( مينګ ) له سلطنت سره کله جګړی او کله کله يی روغی جوړی وکړی ٠ او عيناٌ له سره تر پايه پوری له مينګ سره څنګ په څنګ ولاړ و٠ او په دی بهير کښی د ( مينګ ) سلطنتی قلمرو يو څه کوچنی شو ٠ د مساحت د پراخوالی او د وحدت د لويوالی له لحاظه د ( هان ) او ( تانګ ) دواړه سعادتمنۍ تر نورو نه تودی او له حياتۍ قوی نه ډکی شوی ٠ او پرته د ( يوان ) د سلسلو نه يوازی د ( چينګ ) د سلسلو د( کان چيان ) سعادتمنی ورسره مقابله کولای شو ٠ لکه څنګه چه د ( چينک ) امپراطور ( يونګ جنګ ) ويلی ؤ : له تاريخ نه راهيسی د وحدت د لويوالی او د مساحت د پراخوالی له نظره کوم سلطنت نه دی پيداشوی چه زما د سلطنت څخه وتلی دی ٠ اود هيواد په لوی وحدت کښی له ختيځ نه تر لويديځ پوری او له شمال نه تر جنوب پوری په ټولو سيمو کښی د ( چينګ ) سلطنتی واک قبول شو ٠ دغه خبره يی البته يو څه وختی کړی وه ٠ په حقيقت کښی د امپراطور ( چيان لونګ ) په ٢٤ م کال کښی د ( چينګ ) سلسلو ريښتينه سعادتمنی ترسره شوه چه په لويديځ اړخ کښی لوی سلطنتی قدرت د ( جوينګړ) قبيله تيت و پرکه کړه ، ( چينګ های ) ، د شينجيانګ جنوبی او شمالی سيمه او تبت يی په پوره توګه د مرکزی حکومت تراداری لاندی ونيول ٠ او خپل لويديځ سرحد يی د ( بالمخاش ) د جهيل ختيځ اړخ ته او شمالی سرحد يی د لويی صحرا جنوب او شمال ته ورسول ٠ په جنوب لويديځ کښی يی د قبايلو هغه زوړ نظام چه د زر کاله دپاره يی دوام موندلی ؤ له منځه يووړ ٠ په شمال ختيځ کښی يی د( هی لونګ جيانګ ) سيند شمالی غاړه او د بهرنی ( داکينګ ) غرونو جنوبی سيمه تر خپل کنترول لاندی راوستله ٠ ختيځ سرحد يی د ( اوسوری ) سيندختيځی غاړی ته او حتی بحيری ته اوږد کړ ، په جنوب ختيځ کښی يی د ( تايوان ) ټاپو او په جنوب کښی د ( نان شا ) ټاپوګان ټول د ( چينګ ) د لوی سلطنت په نقشه کښی راوستل ٠ او په دغو سيمو کښی يی ولايتی اداری قايمی کړی ، مامورين او قوماندانان يی ور ته واستول او پوځيان يی پکښی ميشته کړل چه په دی توګه د هيواد ريښتينی لوی او فوق العاده وحدت ترسره شو ٠ په هغه وخت کښی څه دپاسه ٥٠ قومونه د ( چينګ ) رژيم توابع شول ٠ د ( چينګ ) سلسلی د ( کان چيان ) په سلطنتی دوره کښی لوی وحدت ته پراختيا ورکړه شوه او هغه پخوانی مفکوره چه د هيواد په دننه کښی د مځکو خاوند ته ملوک الطوائف او په بهر کښی يی ور ته قبايلی مشر ياديدل پريښوده ٠ د( چينګ )سلسلی د ( کان شی ) د امپراطوری دوری له پيل نه د لوي ديوال د ترميمولو څخه لاس واخستل شو چه له دی امله هغه ٢٠٠٠کلنه عنعنوی مفکوره ماته شوه چه د لوي ديوال د کرښو سره سم د هيواد داخلی او بهرنی خاوری تميزی کيدی اوله دی برکته هغه نوی مفکوره په عمل بدله شوه چه د لوی ديوال د بهر او داخل خلک لکه وروڼه دی چه په يوه لويه کورنی کښی ژوند کوی چه دا په مستقيمه توګه د عصری چين د نقشی او د زيات شمير قومونو لرونکی هيواد د جوړيدو دپاره کلک بنسټ ايښودلی دی ٠ ( البته اوسنی نقشه د ( چيان لونګ ) دسلطنتی نقشی په نسبت يو پر ٤ مه برخه کمه شوی ده )٠

په هره سعادتمنه دوره کښی د لوی وحدت د ټينګيدو تر شرائطو لاندی د اوږدی مودی کراری او ارامی وساتله شوه چه توليدی پرمختګ يی په ثابته توګه ساتل شوی دی ، غله جات يی پريمانه ؤ او دولتی ګدامونه يی تل ډک ؤ ٠ د امپراطور ( هان وو دی ) په زمانه کښی د ٦٠ کالو سمسورتيا او شتمنی ترلاسه شوه ٠ د ( تانګ ) د ( کای يوان ) او ( تيان باو) په زمانو کښی په هر کور کښی د غلودانو څو کاله ذخيره ساتله کيده ٠ د( مينګ ) سلسلی د ( يونګ او شيوان ) په زمانو کښی خلکو شتمنی وګټله او دولتی ګدامونه هم له غله جاتو څخه ډک ؤ ٠ماليات ورکوونکو په خوښۍ او خوشحالۍ سره خپله دنده اجرا کوله ٠ او خلکو او پوځيانو ټولو ښه ژوند ترﻻسه کړ ٠ د ( چينګ ) سلسلی د امپراطور( کان شی ) په دوره کښی دولتی ذخيری خورا زياتی شوی ٠ د ( کان شی ) د ٥٠م سلطنتی کال له پيل نه په هرو ٣ کالو کښی د ولايت په درجه مختلفی سيمی د يوی اونی دپاره له مالياتو څخه معافی شوی ٠ او داسی حالت په هر کال کښی په مختلفو ځايونو کښی ليدل کيده ٠ د ( کان شی ) په دوره کښی د معاف شوی مالياتو ارزښت ټول ٧ مليونو کيلو ګرامو سپين زرو ته ورسيد ٠ د ( چيان لونګ ) په دوره کښی د هيواد سمسورتيا اوج ته ورسيدله٠ ذخيری يی لا زياتی غنی شوی او ګرد هيواد په ٤ وارو د مالياتو له معافيدو څخه برخوردار ؤ چه ارزښت يی ٦ مليونو کيلو ګرامو سپين زرو ته ورسيد ٠دغه راز په ٣ واروسره په ګرد هيواد کښی د مالياتو د معاف کيدو په باب امتيازات عملی شول چه په نتيجه کښی ټول يو مليارده ليتره غله جات له مالياتوڅخه بی برخه شول اود دولت پولی ذخيره يی حتی ٤ مليونو کيلو ګرامو سپين زرو ته ورسيده ٠ او عادی ذخيره يی تل په ٣ مليونو ٥ لکو کيلو ګرامو سپين زرو کښی ساتل کيده او په جنګی حالاتو کښی چه نظامی لګښتونه يی زيات ؤ دولتی ذخيره يی لږ تر لږه يو مليونو کيلوګرامو سپين زرواو حتی ٣ مليونو کيلو ګرامو سپين زرو ته رسيدلی وه ٠