CRI Online
د سنتور په شمول تاريزی الې

رباب

رباب يوه ډوله تاريزه اله ده او د چين د ويغوريانو ، تاجکانو او ازبکانو په منځ کی زيات استعماليږی . د ربات موسيقه اله له ميلادی ١٤مه پيړ ی نه تر اوسه پوری څه د پاسه ٦٠٠ کاله تاريخ لری .

رباب له لرګی نه جوړيږی او ځانګړی بهرنی شکل لری چه پاسنی برخه يی اوږده او نری ، سر يی کږليچ او لره برخه يی يوه نيمه ګرده صندوق دی .

رباب په جلا جلا توګه دری ، پنځه ، شپږ ، اووه ، اته او نهه تاريزه اله ده .

که څه هم د نوموړو دريواړو قومونو خلک ټول د شينجيانګ د ويغوری قوم په خودمختاره سيمه کی ژوند کوی ، خو ددوی لخوا استعمال شوی رباب توپير لری او حتی نومونه يی هم بيلا بيل دی . تاجکان رباب ته ژبوب وايی او د زردالو د ونو له لرګی څخه جوړيږی . د ويغوريانو لخوا د استعمال شوی رباب ډولونه زيات دی چه د کاشغر له رباب ، نوی ډوله رباب ، دورانی رباب ، د شپانو له رباب څخه عبارت دي . د بهرنی شکل له نظره د ازبکانو لخوا استعمال شوی رباب که څه هم د کاشغر له رباب سره مشابه لری ، خو د غږ کچې او رنګ په برخه کی د ازبکانو استعمال شوی رباب د غږ سلسله لا زياته او پراخه ښکاری.


1  2  3  4  5  6  7  8