د سی بی لی په نامه موسيقی اله
(( سی بی لی )) د کوريايی قوم د خلکو په منځ کی زيات استعمال شوی فولکلوری موسيقی اله ده . دغه ډول موسيقی اله په عمده توګه د چين د شمال ختيځ د جه لين ولايت د يان بيان د کوريايی قوم په لوی خودمختاری ولسوالی او د کوريايانو د اوسيدو په نورو سيمو کی استعماليږی . ددغه ډول موسيقی الی غږ دکوريايی قوم څرګند ځانګړيتوب لری .
د ډيرو کلونو کلونو نه مخکی نوموړی موسيقی اله موجوده وه او د بېت له سوت او بانسی تولکی څخه جوړه شوی چه د سوت اوږدوالی څلور سانتی متره او د بانسی تولکی اوږدوالی له شلو نه تر پنځه ويشتو سانتی مترو پوری دی ، د بانسی تولکی قطر يی تقريبأ يو سانتی متر دی . د لولې په يوه مخ اووه سوری او په بل مخ يی يو سوری هم شته .
. دموسيقی د نوموړی الی په وسيله د موزيک د غږولو طريقه د اکثرو بادی الو سره توپير نه لری .
|