د چين ځمکنی عوارض او طبيعی  حالات

中国国际广播电台

 

چين  يو داسی هيواد  دی چه پکی  زيات غرونه  شته  او غرنی سيمه يي  تقريبأ د هيواد د عمومی مساحت دوه پر دريمه برخه  تشکيلوی . نوموړي  غرنی سيمه  د غرنی مځکو ،غونډيو او لوړو  څخه عبارت ده .  په ټول  هيواد  کی تقريبأ  په سلو کی  ٣٣ غرنی مځکې ،  په سلو کی٢٦ لوړې ،  په سلو کی١٩ ټيټی  مځکی ،  په سلو کی ١٢هواری مځکې او بيدياوی  او  په سلو کی١٠ غونډی  دي .

څو مليونه   کاله  وړاندی د چينګ های  او تبت  لوړه را جګه شوې وه چه په نتيجه کی  د مځکنی کرې  په تاريخ کی  د مځکنی قشر د دی  ستر خوځښت په اثر د چين  مځکنی بڼې  صورت  موندلی دی .  په  هوا کی   له ورايه د چين د لويې وچې طبيعی حالات له لويديځ  نه  تر ختيځ  پوري د  زينې په شان  په  تدريجي توګه  ټيټيږي  . د هند اود اروپا او اسيا د لويو وچود  مځکنيو  تختو د ټکر کيدو  له امله  د چينګ هاي او تبت  لوړه  په پرله پسې توګه  جګيږی او د بحر له سطحې  نه يي منځنی جګوالی له ٤٠٠٠مترو څخه زيات دی  . نو په دی وجه دغه لوړه دنړۍ د بام  شهرت لري  او دا  د چين د ځمکنی عوارضو  لومړنی  پايدان دی   . د چينګ های او تبت  په لوړه کی دسيمارايا دغرونو د جومورانما نومی اصلی څوکې  جګوالی ٨٨٤٨ اعشاريه ١٣ مترو ته رسيږی  چه په نړۍ کی لومړنی جګه غرنی څوکه   بلل کيږی. د چين د مځکنی  عوارضو په دوهم  پايدان کي دداخلی مغولستان لوړه ، هوانګ تو لوړه ،وين ګوی  لوړه  او د تاليمو،جونګر او سڅوان دريواړه  ټيټ ځايونه  شامل دي  چه منځنی  جګوالي يي د بحر له سطحې څخه ٢٠٠٠- ١٠٠٠ متره دی  . د دوهم پايدان په   ختيځه  څنډه ګی  له  داشين أن لينګ ، تای خانګ  شان ، وو شان او شيوي فونګ شان   له غرونو څخه نيولی په ځتيځه خوا د ارام سمندر تر سواحلو پوري  ساحه  د چين د مځکنی عوارضو  په  دريم پايدان  پوري اړه لري  چه  په دی  چوکاټ کی طبيعی حالات له ٥٠٠ نه تر١٠٠٠  پوری  مترو ته  ټيټ  شوي دي  او له شمال نه  تر جنوب پوری د شمال ختيځ ، شمال  او د يانځی سيند د منځنی او لرې برخی  په شمول دريواړه  لويې اوپراخی  دښتی  پرتی دي  او ددغو ارتو مځکو او دښتو په  شاوخواوو کی   ټيټ غرونه او غونډی پرتی دي  . د چين د مځکنيو عوارضو څلورم  پايدان  د  چين د ختيځ  ترسمندر لاندي  مځکې دي  چه  د اوبو ژوروالی  يي  له ٢٠٠ مترو څخه هم کم دی .