د غرونو سلسلې
中国国际广播电台

 

په مځکنی  نقشه کی د چين د مځکنيو عوارضو د  هډوکو په توګه  د زياتو جګواو عظيمو غرونو  سلسلې ليدل کيږی  چه  په دې جمله کی  دسيمارايا ، کون لونګ ، تيان شان، تانګورا ، چينګ لينګ ،  دا شين ان لينګ ، تاي هانګ ،  چيليان او خندوان    په شمول د زياتو  غرونو سلسلې  ډيرې  مشهورې  دي    .

د سيمارايا د غرونو  سلسله  د قوس په شکل  د  هنداو نيپال له هيوادونو سره د چين په پولو کی  پرته ده  اود څه د پاسه ٢٤٠٠ کيلومترو په اوږدوالی سره   غزيږی  او منځنی جګوالی  يي  د سمندر له  سطحی  نه  ٦٠٠٠مترو ته  رسيږي چه په نړۍ کی  تر ټولو لوړه  او غظيمه غرنی سلسله  ګڼله کيږی  . په دې سلسله کی د جومورانما اصلي څوکه  د سمندر له سطحې  نه ٨٨٤٨ اعشاريه  ١٣ متره  جګوالی لري  او په نړۍ کی  تر ټولو جګه  غرنی  څوکه  بلل کيږي .

د کون لونګ  د غرونو سلسله  غربأ  د پامير له لوړی  څخه   شرقأ د چين د سيڅوان ولايت  تر شمال لويديځ  پوري  غزيږي  او   اوږدوالي يي  ٢٥٠٠ کيلومترو ته رسيږي  او منځنی جګوالي يي دسمندر له سطحې نه  له  ٥٠٠٠ مترو نه تر  ٧٠٠٠مترو پوری دی  او تر ټولو لوړه غرنی څوکه يی  د ګونګر غر  دی  چه  د سمندر  له سطحې  نه  ٧٧١٩ متره جګوالي لري .

د تيان شان  دغرونو  سلسله د چين د شمال لويديځ د شينجيانګ  د ويغوري قوم  د خودمختارې سيمی  په ټوله منځنې برخه کی ولاړه ده او منځنی جګوالي يي  د سمندر له سطحې نه  له ٣٠٠٠ نه تر ٥٠٠٠ مترو پوری دی   او د تمور  نومی ډيره لوړه  غرنی څوکه يی د سمندر له سطحې نه  ٧٤٥٥ اعشاريه  ٣ متره جګوالی لري .  

د تانګورا د غرونو  سلسله  د چينګهاي -  تبت د لوړې په  منځنی برخه کی  ولاړه ده  او منځنی جګوالي يي  د سمندر له سطحې نه  ٦٠٠٠ متره دی  او د ګراداندونګ  په نامه  ډيره  لوړه  غرنی څوکه يی دسمندر له سطحې نه ٦٦٢١ متره  جګوالی لري  چه د چين  تر ټولو  اوږد سيند يانځی سيند پيل او  سرچينه  ده .

 دچينګ لينګ د غرونو سلسله  غربأ د ګان سو ولايت  له ختيځ  نه  شرقأ د خه نان ولايت  تر لويديځ پوري غزيدلی ده  او منځنی جګوالی يي د سمندر له سطحې نه  له٢٠٠٠ نه تر  ٣٠٠٠ مترو پوری  دی  او  د اصلی غرنی څوکی نوم يی تاي  باي  شان  دی  چه  د سمندر له سطحې نه ٣٧٦٧ متره  جګوالی لري  او د چين د جنوب او شمال ترمنځ يوه مهمه  جغرافيايی  کرښه  بلل کيږي .

 د داشين ان لينګ د غرونو سلسله  شمالأ د چين  دشمال ختيځ د هيرونجيانګ  ولايت  د مو سيند له شاوخوا څخه جنوبأ د لاوها سيند  پاسنی  برخی ته  غزيدلی  ده  او د جنوب او شمال ترمنځ فاصله يي ١٠٠٠ کيلومتره ده  .  منځنی جګوالي  يي د سمندر له سطحې نه ١٥٠٠ متره دی  او د هوانګ ګانګ ليانګ  په نامه اصلی غرنی څوکه ٢٠٢٩ متره جګوالی لري .

 د تاي هانګ د غرونو سلسله له  شمال نه نيولی تر جنوب پوري د هوانګ تو د لوړې  په  ختيځه څنډه  کی  پرته ده  چه  اوږدوالی يي  څه نا څه  ٤٠٠ کيلومتره  او د سمندر له سطحې نه  منځنی  جګوالي يي له ١٥٠٠نه تر  ٢٠٠٠مترو پوری دی . د  سمندر له  سطحې نه  د ٢٨٨٢ مترو په  جګوالی د شياو وو تای غر د هغی  اصلی  غرنی څوکه ده  .

 دچيليان د غرونو سلسله د چينګهای _ تبت د لوړې  په  شمال ختيځه څنډه کی  ولاړه ده  او منځنی  جګوالی  يي د سمندر له سطحې نه  څه د پاسه  ٤٠٠٠مترو ته رسيږي  چه په دي جمله کی  د چيليان  په نامه اصلی غرنی څوکه  ٥٥٤٧ متره جګوالي لري .

دخندوان د غرونو سلسله د چينګهای تبت د لوړې په جنوب ختيځه برخه  او د تبت دخودمختارې سيمې ، دسڅوان او وين نان  د ولايتونو د دريواړو سيمو  په پولو کی  واقع ده  او منځنی جګوالي يي  له ٢٠٠٠ نه  نيولی تر ٦٠٠٠ مترو پوري  دی  او تر ټولو لوړه  غرنی څوکه  يي د سمندر له سطحې نه  د ٧٥٥٦ مترو په جګوالي دګونګا غر دی .

    د تايوان د غرونو سلسله د  تايوان د ټاپو له  ختيځ اړخ  څخه  تيريږي او  منځنی  جګوالي يي  د سمندر له  سطحی  نه  له ٣٠٠٠ نه نيولی تر ٣٥٠٠ مترو پوري  دی  او اصلی غرنی څوکه  يي  د يو شان د غره په نامه  ياديږي  چه جګوالي يي ٣٩٥٢ متره دی .

سربيره پردي ،  په چين کی  د هوانګ شان ، تاي شان ، هوا شان ، سون شان ، خنګ شان ،  أمۍ شان ، لوشان ، وودانګ شان او يان دانګ شان په شمول  نورزيات  مشهور  غرونه  هم  شته  .