معدنی او کانی  منابع  
中国国际广播电台

 

چين  ډير غنی معدنی او کانی  منابع لری . د سروی له مخی  پيژندل شوی  کانی منابع  د نړۍ د عمومی اندازه   په سلو کی  څه ناڅه ١٢ نيسی  او  دريم مقام  لری  . خو نوموړی  اندازه يوازی د نړۍ د هرسړی په سرد منځنی  اندازې په سلو کی  له ٥٨  سره برابره ده  او په نړۍ کی ٥٣م مقام  نيسی . تر اوسه پوری په چين کی ١٧١ ډوله کانونه  پيدا شوی چه په دی جمله کی د ١٥٨ ډولو ذخيرې  يی  معلومی شوی دي   چه په دی جمله کی ١٠ ډوله  انرژۍ ،٥ تور فلزات ،٤١ رنګه فلزات  ، ٨ قيمتی فلزات ،٩١غير فلزات او د اوبو او ګاز په شمول ٣نورمعدنی منابع  شاملی دي   . نن سبا  چين  په  نړۍ کی له هغو لږو هيوادونو څخه شميرل کيږی چه د معدنی منابعو عمومی اندازه يی زياته او ډولونه يی  مکمل  اوغنی ښکاری  . د څرګنده شويو ذخيرو په حسابه د چين د ٤٥ عمده ؤ کانونو په جمله کی  د ٢٥کانونو  اندازی  د نړۍ  په  لومړنيو درو مقامونو کی  شاملی شوی دي  ، په ځانګړی ډول  د ( شيمی ) فلز ،ګچ ، واناديم ، تايتينوم ، ولفرام ،ګرافيت ،سولفات ، سورمی ( راغيه )  او داسی نورو ٤ ډولونو کانونو ذخيری  د نړۍ له هر هيواد  څخه  زياتی دي .

       د چين  په معدنی او کانی  منابعو کی  نفت او طبيعی ګاز په عمده توګه  د هيواد په  شمال ختيځ ، شمال  او شمال  لويديځ کی  پيداکيږی ،  د سکرو ډبری   د هيواد په شمال  او شمال لويديځ کی ، اوسپنی د هيواد په شمال ختيځ ، شمال او جنوب لويديځ کی او ميس  د هيواد په جنوب لويديځ ، شمال لويديځ او ختيځ کی  زياتی ذخيرې لری. سرپ او جست  د هيواد په هرګوټ کی موندل کيږی .  د ولفرام ، قلمی اوټيم ، سورمی  ، موليبد نوم  او  کيمياوی  فلزاتو   په ګډون د کانونو زياتره برخه   د هيواد په جنوب  او شمال کی  ذخيره شوی دی. د تايوان په شمول  د هيواد په  ټول چوکاټ کی  سره زر او سپين زر  پيدا کيږی . دغه راز  د چين په جنوب کی           د فارسفورس معدنی  ډبرې هم  موجودی  دی .

  د چين  عمده او مهم  کانی او معدنی منابع  په دی ډول دي .

سکاره  -   د چين د سکرو ذخيره  په نړۍ کی  لومړنی مقام  نيسی . تر اوسه پوری  د سروی له مخی  اړونده ذخيره  يو زر مليارده  ټنه ده  او په عمده توګه د هيواد  په  شمال او شمال لويديځ کی ، په تيره بيا د شان سی او شيان سي په دوو ولايتونو  او دداخلی مغولستان  په خودمختاره سيمه کی زيات پيداکيږی .

      نفت او ګاز -  زياتره برخه  يی د هيواد په شمال لويديځه سيمه کی  موجوده ده  او د هيواد په شمال ختيځه او شمالی  سيمه کی  ، دغه راز د هيواد د جنوب ختيځ  سواحلو ته  په  سمندری  تل کی  هم  شته . د ١٩٩٨کال تر پايه پوری په چين کی ٥٠٩ نفت لرونکی سيمی او ١٦٣ ګازلرونکی  سيمی  کشفی شوی وی . د نفتو او طبيعی ګاز ذخيره په جلا جلا توګه ١٩ ملياردو ٨٥٠ مليونو ټنو  او ١٩٥٠ملياردو مکعب مترو ته  رسيږی چه  په نړۍ کی يی  په جلا جلا توګه  نهم او شلم  مقام نيولی دی  . په  دی جمله کی  په لويه  وچه کی د نفتو او طبيعی ګاز ذخيره  په جلا جلا توګه د چين د همدغسی منابعو  په  عمومی  اندازو کی په سلو کی ٧٣  اعشاريه ٨ او ٧٨ اعشاريه ٤ نيسی  او د ( سونګ لياو) ، (بوهای ) خليج ،  (تاريمو)، (جونګر)- ( توروفان )، (سی څوان ) او( شيان ګان نينګ ) په شمول ٦ لويی نفت او ګازلرونکی سيمی  رامنځ ته شوی دي .

د فلزاتو کانونه

 تور فلزات-    تر اوسه پوری په چين کۍ  اوسپنی ،  منګنيز ، واناديم ، تايتينوم او داسی نور تور فلزات کشف شوی دی چه په دی جمله کی د اوسپنی د معدنی ډبرو ذخيره  ٥٠ملياردو ټنو ته نژدی  ده  او زياتره برخه  يی د لياو نينګ ،خه بۍ ، شان سي  او سی څوان په  ولايتونو کی  تر ځمکو لاندی  پرته ده .

رنګه  فلزات –   د رنګه  فلزاتو په اړه  هره هغه معدنی ډبره چه  تر اوسه پوری په نړۍ کی دسروی له مخی کشفه  شوی ،د  چين په خاوره  کی موندل کيږی . په تيره بيا د  سيلينيوم لرونکی  خاورو او سورمی ذخيره په جلا جلاتوګه د نړۍ  په سلو کی اتيا  او څلويښت برخه نيسی ، د  ولفرام کان ذخيره  يی  د نړۍ د نورو هيوادونو د مجموعی  له څلورو چندو سره برابره ده  .