د حيواناتوډولونه او د هغو ويش

中国国际广播电台


     

چين  په  نړۍ کی   د ډيرو زياتو وحشی حيواناتو لرونکی  هيواد  هم دی  چه دټول هيواد په  چوکاټ کی  ٦٢٦٦ ډوله مهره لرونکی  ژوند کوی چه  په دی جمله کی  تقريبأ حيوانات  ٥٠٠  ، مرغان ١٢٥٨ ،  خزنده ګان   ٣٧٦  ،   زوحياتين  ٢٨٤  او کبان ٨٨٦٢  ډولونه  شامل  دي   او په نړۍ کی د مهره لرونکو  د ډولونو  يو پر لسمه برخه  تشکيلوی . دغه راز  په چين کی له ٥٠زرو نه زيات ډوله   مهره نه لرونکی حيوانات   او يولک پنځوس  زره ډوله  حشرات  هم ليدل کيږی  .

      له دی امله چه د چين  زياتره سيمی  په دريمه او څلورمه پيړۍ کی د لويی وچی د  يخچال  د تاثيراتو او اغيزو څخه  بی برخی  شوی وی  ، په  چين کی زيات شمير ځانګړی  ځناور او نباتات ساتل  کيږی  . د احصايی له مخی  تقريبأ ٤٧٦قسمه  هغه          مهره لرونکی چه  په وچه کی ژوند کوی ، يوازی  په چين کی پيدا کيږی چه شمير  يی  د چين د همدغسی مهره لرونکو د عمومی شمير  په سلو کی ١٩ اعشاريه ٤٢ نيسی  چه  په دی جمله کی  لويه پاندا ، طلايی  بيزو ، د چين د جنوب  ببر ،  د سور تاج لرونکی  لک لک ، د يانځی سيند د تمساح  په شمول څه د پاسه سل ډوله ځانګړی او قيمتی  وحشی حيوانات  په  نړۍ کی  شهرت لری  . لويه پاندا چه د لويو تی لرونکی حيواناتو څخه يوه  ده   او تور او سپين  ويښتان لری ، وزن  يی ١٣٥کيلوګرامو ته رسيدای شی  او تازه  باڼسونه  دهغوی خوراک  دي  ، تر اوسه پوری  يوازی  له  يو زر نه زيات  را پاتی شوی دي . له دی امله چه  لويی پانداګانی  خورا ډيری قيمتی  او ارزښت ناکی  دی  ، د وحشی حيواناتو د حمايت نړيواله  نښه  ګرځيدلی ده  . د سور تاج لرونکی  سپين لک لک   چه  د بدن اوږدوالی  يی يو اعشاريه  دوو مترو ته رسيدای شی . پر سر  يی  يوه وړه  ټوټه سور  پوستکی  بربند دی چه د اسيا په  ختيځه  سيمه کی  د اوږد عمر په توګه علامه  ګڼله کيږی . په سيند کی  سپين وزر لرونکی خوګ  په نړۍ کی  له يوازينيو هغو دوو ډولونو بالنانو څخه  يو دی  چه  په خوږو اوبو کی  ژوند کوی . په ١٩٨٠کال کی د لومړی ځل لپاره  په يانځی سيند کی  يو سپين وزر لرونکی نر خوګ   ونيول شو چه  په نتيجه کی د نړۍ  د همدغسی کبانو د څيړونکوپرسونلو د زياتی علاقی او  پاملرنې  وړ  سبب  شو  .

نوموړی حيوانات او ځناور  د چين   په شمال  ختيځ  ، شمال ،  داخلی مغوليستان  او شينجيانګ ، چينګهای او تبت ،  جنوب  لويديځ  ، منځنی  او جنوبی سيمو کی  ژوند کوی  ، په  دغو اوو  لويو سيموکی  د بيلا بيلو  طبيعی شرايطو له امله دحيواناتو قسمونه  هم  بيلا بيل  دي .

      (  د چين د حيواناتو  ډولونه  او د هغوی  د ويش   تصوير  )