دکورنی  لارښوونې کار   ( د پلان  له مخی زيږيدنی )

中国国际广播电台


   

د پلان  له مخی  زيږيدنی  د چين د  يوه اساسی  پاليسی ده . دا پاليسی د حکومت   د لارښوونی او د ولسونو د ارادې سره د پيوستون  په  وسيله   عملی کيږی . د حکومت د کورنی د لارښوونی په اصطلاح په لاندنيو برخوکی څرګندې شوی دی :

د مرکزی او محلی حکومتونو لخوا د نفوسود زياتوالی د کنترول ، د نفوسو د کيفيت د لوړتيا، د نفوسو د جوړښت  د ښه والی  او د نفوسو د پلان په خاطر پاليسی، قوانين او قواعد طرح کيږی او هر ميړه او ښځی ته د زيږيدنی  او روغتيا دساتنی ، د زيږيدنی د کنترول د طريقو  او د سالمو ماشومانود پيداښت او روزنی  په برخو کی  يولړ معلومات ورکول کيږی  او اړوند فنی  خدمتونه  برابريږی . دوګړو د  ارادې  په اصطلاح  هغه ميړه او ښځه چه  د زيږيدنی توان لری ،د حکومت د اړوندو پاليسيو ، قوانينو او قواعدو په  رڼا کی د خپل عمر ، روغتيايی حالت ، کار اود کورنی د اقتصادی شرايطو سره سم  په مسئولانه  او پلانيزه توګه  ماشومان  زيږوی  او پخپله  د زيږيدنی د کنترول لپاره  مناسبې طريقې  انتخابوی .

 

       د چين د پلانيزی زيږيدنی دپاليسی  معنی  دا ده  : حکومت  ځوانان دی  ته  تشويقوی  چه په مناسب  ډول د واده کولو او دماشوم  د زيږولو عمر  وځنډوی   او سالم او لږ مشومان وزيږوی  ، ښه به دا  وی چه يو ميړه او ښځه يوازی  يو اولاد زيږوی . په کليوالی سيمو کی هغه ميړه او ښځې ته چه ډير  ضرور وی ،  د لومړنی  اولاد  د پيداکيدو  د  څو کالو نه وروسته  د دوهم  ماشوم د  زيږيدنی  اجازه  شته  . د ملی اقليتونو په سيموکی مختلف  قومونه د خپلو ارادو  او د خپلو نفوسو ،طبيعی منابعو، اقتصادی او کلتوری شرايطو  او دودونوسره سم  بيلا بيل اړوند مقررات لری : مثلأ  يوه ميړه اوښځه  دوه اولادونه  زيږولای شی   ، حتی په ځينو  قومی سيمو کی دوی ته ددرو اولادونو  د پيداښت اجازه هم شته .  دغه  شان  د هغو ملی اقليتونو لپاره چه نفوس  يی ډير کم  دی ، د اولادونو د زيږيدلو هيڅ  محدوديت نه  شته .

      د پلانيزی زيږيدنی په باب  دپاليسی د تحقق نه راهيسی  په چين کی د ناوخت  واده کولو او ناوخته  د زيږيدنی  او دلږو او سالمو ماشومانو د زيږولو اجتماعی  دستور  او دود  رامنځ ته شوی دی .  په عين وخت کی دنوموړی  پاليسی په رڼا کی دچين  ښځې د زياتو اولادونو د زيږولو او دکورنی د دروند بار له فشارونو څخه  خلاصې او ازادې  شوی  او د ميندو او نويو ماشومانو  روغتيايی  سويه  لوړه شوی ده .