نفوس

中国国际广播电台
 

   د تايوان  خصوصيت ليدل کيږي چه نفوس يي زيات او مساحت يي کوچنی دی چه د دوه زره لومړني کال تر پايه پوري د تايوان عمومي نفوس دوه ويشت مليونه څلور لکه تنه وو چه  ګڼوالي يي په هر مربع کيلومتره کي شپږ سوه نولس تنه وو .

     د تايوان د نفوسو عمري ترکيبات  د زړيدو په حال کي دي . د دوه زره لومړني کال تر پايه پوري د هغه کسانو شمير چه عمر يي د پنځه شپيتو کالو نه زيات و ، په سلو کي شپږ اعشاريه اته زيات شويدی . په تايوان کي د نفوسو  تقسيم نابرابر دی يعني په غرنيو سيمو کي چه مساحت د تايوان د عمومي مساحت نه يو په دريمه برخه نيسي او د بحر له سطحې نه د يو زرو مترو په جګوالي کي واقع دي ، د نفوسو ګڼوالی په هر مربع کيلو متره کي يوازي شل تنه دی ، خو په ښارونو کي ګڼوالي يي په هر مربع کيلومتره کي څلور زره اته سوه تنه دي په تيره بيا په تاي بي ، ګاو شيون ، تاي جون ، جي لونګ ، شين جو ، جيا يي او تاي نان په ښارونو کي نفوس ډير دي چه د دغو اوو ښارونو مساحت يوازي د تايوان د عمومي مساحت نه په سلو کي دوه اعشاره نهه برخه نيسي ، خو نفوس يي د تايوان د عمومي نفوسو نه په سلو کي يو ديرش برخه تشکيلوي .

 د تايوان د نفوسو پاليسي  د ټولنيز اقتصاد  د پرمختګ سره سم  تنظيميږي . له نولس سوه پنځه شپيتم کال نه په تايوان کي د کورني پلان په تطبيق پيل وشو او ددي پلان لمخې د واده او زيږيدنې عمر محدود شوی او ښځې او نارينه دي ته وهڅوله شوه چه يو يا دوه  ماشومان  وزيږوي . خو د نفوسو د زياتوالي ټيټوالي د زړو کسانو د زياتيدو او د توليدي قوې د کمولو سبب دی . نو د تايوان مقاماتو په نولس سوه نويم کال کي د نفوسو پاليسي تنظيمه کړيدي يعني ښځې ته اجازه ورکول کيږي چه دوه يا درې ماشومان زيږيدلي شي .