قومونه

中国国际广播电台

  
  

   تايوان له زياتو قومونو څخه عبارت دی چه عمده قومونه يي د هان ، مغول ، مياو او ګاو شان قومونه دي چه د هان قوم نفوس د عمومي نفوسو نه له اوه نويو فيصدو څخه زيات دي او په مين نان او که جيا دوو محلي څانګو ويشل کيږي چه د مين نان خلکو نيکه ګان د جنوب ختيځ  چين د فو جيان ولايت له چيو جو او جان جو څخه راغلي او  د که جيا خلکو نيکه ګان د جنوبي چين د ګوان دونګ  ولايت د ميې جو او چاو جو څخه راغلي دي .

     د پوهان  د څيړنو لمخې د ګاو شان قوم  هم د چين د لويې وچې څخه تايوان ته کډه وکړه او تر دوه زره لومړي کال پوري  نفوس يي يوازي څلورلکه پنځلس زره تنه وو چه په بيلا بيلو کوچنيو قبيلو ويشل شويدي .