عمده ښارونه

 

中国国际广播电台


 د تاي بي ښار

 د تاي بي ښار د تايوان  د ټاپو په شمال کي پروت دی او عمومي مساحت يي ٢٧٢ مربع کيلو متره او نفوس يي  دوه مليونه اوه لکه تنه دي چه د تايوان د عمومي نفوسو نه يو په اتمه برخه نيسي .

 د  تاي بي ښار د تايوان ولايت صنعتي او تجارتي مرکز دی او د تايوان  د تر ټولو لويو شرکتونو ، تصديو ، بانکونو او مغازو مقرونه  په دي ښار کي دی . د تايوان ښار په مرکزيت د تاي بي ولسوالي ، د تاو يون ولسوالي او د جي لونګ ښار په شمول د تايوان ولايت تر ټولو لويه صنعتي توليدي سيمه او تجارتي ناحيه جوړه شويده .

 

د تاي بي ښار هم د تايوان ولايت کلتوري او تعليمي مرکز دی چه د تايوان پوهنتون ، د تايوان سياسي پوهنتون ، د تايوان دارالمعلمين په شمول څليرويشت عالي مدرسې په دي ښار کي پرتې دي . برسيره پردې د تايوان ولايت  د اطلاعاتو ، چاپونې ، راډيو خپرونې او تلويزيون  مرکزونه او د تايوان لومړني لوي کتابخانه او موزيم هم په تاي بي کي دي .

   د تاي بي ښار ترانسپورتي چارې ډيره ترقي موندلي ده او په خپل ولايت کي د اوسپنيزو لارو او سړکونو  يو مرکز دی . د جي لونګ او تان شيوې بندرونه د تاي بي ښار ته نژدې واقع دې .سون شان هوايي ډګر د تايوان ولايت دوهم لوي بين المللي هوايي ميدان دی .

د ګاو شيون  ښار 

د ګاو شيون ښار مساحت ١٥٠ مربع کيلومتره  او نفوس يي يو مليون څلور لکه تنه دي . دغه ښار يو تاريخي ښار دی خو صنعتي او تجارتي چارو يي هم چټګ پرمختګ کړيدي . ګاو شيون د تايوان ولايت عمده صنعتي اډه ده او د نفتو د تصفيې ، د فولادو او اوسپنو او بيړيو جوړولو ډيرې لويې فابريکې پکي ليدل کيږي او د الکترونيکي توليداتو ، ماشين الاتو ، سمنت ، کيمياوي سرو او بورې جوړولو صنايع هم پرمختللي دي . دغه راز ګاو شيون په تايوان کي د ماهيګيري يو مرکز هم دی چه په ليري بحرونو کي د کب نيولو اندازه د ولايت د نورو ځايونو نه زياته ده .

    د ګاو شيون هوايي ، زمکني او سمندري ترانسپورت هم پرمختللې دی چه په  بندر کي اته ديرش لويې بيړۍ لنګر اچولي شي او هر کال د مالونو د وړلو راوړلو اندازه د هانکانګ ، سينګاپور او د هالند د مشهور بندر لوتدان نه وروسته په نړۍ کي څلورم مام نيسي . له تاي بي نه ګاو شيون ته الوتکه يوازي څلويښت دقيقې نه وروسه رسيداي شي .


د ولايت تر مستقيمې ادارې لاندي پنځه ښارونه 

   د تاي جونګ ښار د تايوان په لويديځ کي پروت دی او د تايوان دريم لوي ښار دی . اوس تاي جونګ ښار د تايوان په منځني سيمه کي کلتوري ، تعليمي ، اقتصادي او ترانسپورتي مرکز دی چه په تاي جونګ کي د عالي مدرسو شمير يوازي د تاي بي نه کم دی. دغه راز تاي جونګ  د تايوان د بودايي کلتور مرکز هم دی او هر کال د بوديزم  درانده مراسم  ددې ښار د باوجيو په معبد کي پر ځاي کيږي . له دي امله چه د تاي جونګ ښار بڼه ډيره پاکه ده ، دغه ښار په تايوان کي د تر ټولو پاک ښار په نامه ياديږي .

     د تاي نان ښار د تايوان په جنوب لويديځو سواحلو کي پروت دی او د تايوان څلورم  لوي ښار او  لومړني لرغوني ښار هم دی . د ولايت د مرکز په توګه د تاي بي د ټاکلو نه مخکي تاي نان د تايوان سياسي ، اقتصادي او کلتوري مرکز و . په دي ښار کي ډير تاريخي اثار او مذهني ودانۍ ليدل کيږي مثلا په تاي نان کي دوه سوه معبدونه او کليساوي شته او د بوديزم ، داويزم ، مسحيت او کاتوليک پيروان ډير دي .

 د جي لونګ ښار د تايوان په شمال کي د ختيځ بحر سره مخامخ پروت دی او يو بندري ښار هم دی . په دي ښار کي صنايعو او ماهيګري ډيره ترقي موندلي ده او د کب نيولو اندازه د ولايت يو په پنځمه برخه نيسي ، په دې نسبت چه په جي لونګ کي هر کال  په دوو سوو ورځو کي باران اوري ، نو د باران ښار په نامه هم ياديږي .

   د شين جو ښار د تايوان  په لويديځ کي يو علمي او کلتوري ښار دی چه مشهور چين هوا  او جياو تونګ پوهنتونونه او د شين جو علمي او صنعتي سيمه  پکي ليدل کيږي . د جيا يي په ښار کي د ځن ون  په نامه د اوبو کاسه واقع ده چه په تايوان کي تر ټولو لويه د اوبه کاسه ده .