د تاريخي تکامل سير

中国国际广播电台

د تايوان د أبادولو تاريخ

 تايوان د چين يوه نه بيليدونکي برخه ده او په جغرافيايي لحاظه په قديمي موده کي تايوان د لويې وچې سره پوست و ، خو د زمکنې پوستې د جنبش له امله جلا شو او په منځ کي يوه أبنا پيدا شوه چه په نتيجه کي تايوان په يو ټاپو بدل شو . د هغو ډبرينو او خاورينو کاسو او نورو سفالينو ظروفو څخه چه د تايوان په بيلا بيلو ځايونو کي کيندل شوي ، څرګنديږي چه د تايوان د ماقبل تاريخ  کلتور د چين په لويې وچې پوري اړه لري .      

     د لرغوني اسنادو لمخې په دوه سوه ديرشم کال کي د چين په لويه وچه کي د وو ملک پاچا سون چيون  دوه جنرالان د لسو زرو سمندري قواوو په مشرۍ تايوان ته وروليږل چه دا په تايوان کي د مترقي کلتوري معلوماتو په استعمالولو سره د لويې وچې د اوسيدونکو د لومړني أبادۍ مبدا وه . د شپږمې پيړۍ له پايه د اومې پيړۍ تر سره د سوي سلسلې امپراطور درې واره د تايوان د اوسيدونکو د حال احوال د پوښتنې او ددوي د ځانګړو  عادتونو د معاينې دپاره خپل استازي وروليږي . ورپسې  د تان اوسون په سلسلو کي چه شپږ سوه کاله يي ادامه درلوده ، د لويې وچې په سواحلو کي اوسيدونکي په تيره بيا د جنوب ختيځ چين د فو جيان ولايت د چيوان جو  او   جان جو اوسيدونکي د جګړو څخه د ځان ژغورلو  دپاره تايوان او تايوان ته نژدي د پن هو ټاپوګانو ته په کډه ورغلل څو چه د زمکو په أبادولو لاس پوري کړي .

 

په ١٣٣٥کال کي د چين د يون سلسلې په رسمي توګه په پن هو کي د پن هو او تايوان د  چارو د اداره کولو دپاره  حکومتي ارګان  جوړ کړ چه په تايوان کي د چين د رسمي حکومتي ارګان د جوړيدو  وخت له همدي کال نه پيل شو .

  د مين سلسلې نه وروسته د لويې وچې او تايوان  د خلکو ترمنځ  تګ راتګ زيات شو. مشهور بيړي والا جن هه  د لويې بحريې په مشرۍ د جنوب ختيځي اسيا بيلا بيلو هيوادونو ته  د سفر په موده کي  په تايوان کي هم توقف کړ او  هنري  او زراعتي محصولات يي د تايوان خلکو ته يووړل . کله چه په ١٦٢٨کال کي د فو جيان په ولايت کي سخته وچکالي پيښه شوه ، د فو جيان ولايت يو نامتو شخصيت چه جن جي لونګ نوميده ، د لسګونو زرو وږيچيانو په مشرۍ تايوان ته لاړ څو چه د سپيره زمکو په أبادولو لاس پوري کړي چه له دي نه وروسته په تايوان کي د بي حاصلو زمکو د أبادولو موده پيل شوه .

د تايوان د بيرته لاس ته راوړلو په هکله د جن چن ګون  کارنامې

  د شپاړسمې پيړۍ له نيمايي نه وروسته  د  لويديځې نړۍ د  استعمارچيانو د طمع سترګې تايوان ته ونيولې شوې  . لومړي د هسپانيې او پرتګال  تيري کوونکو په تايوان باندي تجاوز وکړ ، د تايوان منابع  يي تالا کړې ، په مذهبي او کلتوري تيري يي وکړ يا يي په مستقيم ډول  په زوره تايوان اشغال کړ . په ١٦٤٢کال کي هالنديانو د هسپانيايانو په ځاي د تايوان په شمال کي تاڼې ونيولې چه په دي اثر تايوان د هالند په مستعمره بدل شو .

     د هالند استعمارچيانو د تايوان خلک ستمګرانه استثمار وکړ چه په نتيجه کي د هالند په ضد د تايوان د خلکو مبارزې په پر له پسي ډول راوپارولې شوې . په ١٦٦٢کال کي ملي قهرمان جن چن ګون د تايوان د خلکو تر همکارۍ او مرستې لاندي

 

هالندي  استعمارچيان وشړل او تايوان يي بيرته لاس ته راوړ . خو جن چن ګون لږه موده وروسته د ناروغۍ په اثر مړ شو  او تايوان لا هم د دوه ويشتو کالو دپاره دده د زوي او لمسی تر ادارې لاندي و . د تايوان د اداره کولو په موده کي جن چن ګون او دده زامنو د بورې او مالګې د توليدولو او د صنعتي او تجارتي چارو د پياوړي کولو ، د ښوونځيو د  جوړولو ،  د زراعتي توليدي طرزالعمل د اصلاحولو په هکله د محلي قومونو سره د مرسته کولو په شمول لازم تدبيرونه ونيول او په دي وجه د تايوان اقتصاد او کلتور په چټکۍ سره ترقي وموندله  چه د تايوان په تاريخ کي د أبادۍ او پرمختګ يوه مهمه دوره ګڼل کيږي .

 د چينګ سلسلې په لومړيو کلونو کي د چين په قلمرو کي د تايوان شموليت په ١٦٨٣کال کي د چين د چينګ سلسلې حکومت په تايوان باندي نظامي بريد وکړ او د جن چن ګون لمسي جن که شوان تسليم شو او ورپسې د چينګ سلسلي حکومت په تايوان کي د يوې سيمې او درو ولسواليو ادارې ارګانونه جوړ کړل چه دغه ارګانونه د فو جيان ولايت تر رياست لاندي وو چه له دي نه وروسته تايوان يو وار بيا د چين د مرکزي حکومت تر واحدې ادارې لاندي ونيول شو او په سياسي ، اقتصادي او کلتوري ساحو کي د لويې وچې سره د تايوان  اړيکي لا نژدې شول او تايوان د دولتي يووالي او وحدت په کل کي يو نه بيليدونکي جز ګرزيدلی دی .

   په ١٨٨٥کال کي د چينګ سلسلې حکومت تايوان د يوه ولايت په حيث وټاکه او ليو مين چوان يي د اوسني والي په توګه تايوان  ته وروليږه . ليومين چوان بيا هم د لويې وچې د فو جيان او ګوانګ دونګ ولايتونو خلکو ته بلنه ورکړه چه د تايوان د سپيره زمکو د أبادولو دپاره تايوان ته  لاړ شي ، ورپسې په تايوان کي د زمکو أبادۍ ،

 

تيلګرام ، او اوسپنيزو لارو عمومي ادارې  ، د  نظامي مهماتو  د توليدولو ، د سوداګرۍ ، کانو او نفتو او د ونو د پريکولو ادارې ، د توپونو کلاوې ، پوستخانې ، او ښوونځي  يي جوړ  او دفاعي چارې يي تنظيمې کړې ، د بريښنا د انتقالولو سيمونه او اوسپنيزې لارې يي وغزولې او داسي نور .

                                    د جاپان  د اشغال په موده کي

  د نولسمې پيړۍ په دوهمه  نيمايي کي جاپان د اصلاح له برکته د کاپيتاليستي لاره پرمختګ وکړ . په ١٨٩٤ کال کي جاپان په چين باندي تيري کوونکي جګړه پيل کړه او  د چين د چينګ حکومت په دې جګړه کي د ماتي خوړلو نه وروسته په دوهم کال کي له جاپان سره د ما ګوان په نامه  يو خاينانه او حقارت کوونکي تړون لاسليک کړ او ددې تړون لمخې  تايوان او د پن هو ټاپوګان  جاپان ته تسليم کړل او له دي نه وروسته تايوان د پنځوسو کالو دپاره  د جاپان په مستعمرې بدل شو.

   جاپان د تايوان د اشغال نه وروسته په تاي بي ښار کي د تايوان د عالي حاکمې ادارې په حيث د ګورنر رياست  او په بيلا بيلو ځايونو کي  اداري څانګې جوړې کړې او نور ډول ډول نظامونه يي اجرا کړل ، په عمومي لحاظه جاپان په تايوان کي استعماري تسلط او ښوونه تطبيق کړه . په عين وخت کي يي د خپل هيواد د اقتصاد د اړتياوو د پوره کولو دپاره د اشغال په لومړيو کلونو کي له تايوان څخه د کرنې او زراعتي محصولاتو د چمتو کولو د چارو يوه اډه جوړه کړه چه په نتيجه کي د تايوان  د چمتو کولو او ترانسپورت  چارو ګام په ګام ترقي وموندله . د دوهمې عمومي جګړې په موده کي جاپان  جنوبي خوا ته د مليتاليستي وړاندي تګ د پاليسي سره سم په تايوان کي د نظامي صنايعو د پرمختګ دپاره زياته هڅه وکړه .

 د تايوان د حاکميت بيرته لاس ته راوړل او د لويي وچې څخه د تايوان جلاوالي د تاريخي حقايقو لمخې د دوهمي عمومي جګړې په موده کي په لاسليک شويو بين المللي تړونونو کي يو وار بيا تاييده شويده چه تايوان د چين د خاوري يوه نه بيليدونکي برخه ده . د ١٩٤٣کال د دسمبر په لومړي ورځ  چين ، امريکې او انګلستان  دريواړو هيوادونو د قاهرې اعلاميه لاسليک کړه او په دي اعلاميه کي ټاکل شوي چه  د چين خاورې مثلا منجوري ، تايوان او پن هو ټاپوګان چه د جاپان لخوا نيول غصب شوې ، بايد بيرته چين ته ورکړې شي . د ١٩٤٥کال د جولاي په شپږويشتمه نيته  چين ، امريکې او انګلستان بيا وروسته شوروي اتحاد هم د پوڅتان اعلاميه لاسليک کړه او په دې اعلاميه کي بيا تاييده شوه چه د قاهرې په اعلاميه کي ټاکل شوي شرايط  بايد په پوره توګه تر تطبيق لاندي راوستلی شي .

   د ١٩٤٥کال د اګست په پنځلسم تاريخ  جاپان اعلان وکړ چه د پوڅتان اعلامي  مادې ومني او بي له شرطه تسليم کړي . د همدي کال د اکتوبر په پنځه ويشتمه نيټه  د چين حکومت په تاي بي کي د تايوان په ولايت کي د ميشته شوي جاپاني فوځ  د تسليم د منلو مراسم پرځاي کړل . مګر د تايوان د اشغال د ختميدو نه وروسته د چين د وخت حکومت چه د ګومين دانګ ګوند تر کنترول لاندي و ، ډيره غلظه پاليسي ونيوله او د تايوان په خلکو باندي يي د نظامي ديکتاري تسلط تحميل کړ ، پردي علاوه  په هغه وخت کي د فاسد سياست او سخت رشوت له امله د ١٩٤٧کال د فبروري  د مياشتې په اته ويشتمه نيټه د تايوان خلکو د ګومين دانګ ګوند د واکمنۍ په ضد وسله وال قيام لاس پوري کړ . د ګو مين دانګ ګوند په اړه   زيات شمير حکومتي عسکر د جي لونګ بندر ته پلي ووتل او قيام کوونکي يي سخت وځپل چه په نتيجه کي ديرش زره تنه ووژل شول .

    د ١٩٤٩کا ل د اکتوبر په لومړي ورځ د چين خلکو د چين د کمونست ګوند تر مشرۍ

لاندي د ګو مين دانګ ګوند حکومت تر پسو لاندي کړ  او د چين ولسي جمهوريت جوړ شو ،د لويې  وچې د أزادولو نه مخکي د ګو مين دانګ ګوند مشر چانکايشيک او دده يوه برخه نظامي او حکومتي مامورين  تايوان ته لاړل  او د امريکې د حمايت او ملاتړ لاندي يي په تايوان کي د هيواد د يوې برخې زمکني حاکميت وساته چه په پاي کي د تايوان او لويې وچې ترمنځ  د بيلوالي وضعيت يو وار بيا رامنځته شو .