د تايوان د مسئلې منشا

 

中国国际广播电台
 

 تايوان د دوهمې عمومي جګړې نه وروسته نه يوازي په قانوني لحاظه بلکي په حقيقت کي بيرته چين ته ورکړ شويدي ، خو ولي وروسته بيا د تايوان مسئله راپيدا شوه ، علت يي د چين د ګو مين تانګ ګوند لخوا د پيل شوي کورنې جګړې سره اړه درلود ، خو ډير مهم علت يي د بهرنيو قوتونو لاس وهل و .

         

د تايوان مسئله او د ګو مين دانګ لخوا پيل شوي کورنی جګړه

 د جاپان د تيري په ضد د چين دخلکو د جګړې په موده کي د چين د ګو مين دانګ ګوند او کمونست ګوند ترمنځ  د جاپان د امپرياليستي تيري په ضد متحده جبهه جوړه شوه  . د جګړې د بريالي کيدو نه وروسته د چان کاي شيک په مشرۍ د ګو مين دانګ ګوند ډلې د امريکې په ملاتړ  په ټول هيواد کي په کورني جګړې پيل وکړ ، د چين کمونست ګوند د چين د خلکو په لارښوونه د درو کالو نه د زيات وخت ازادي بخښونکي جګړه تر سره کړه او د وخت حکومت يي  په دي نسبت تر پښو لاندي کړ چه د ګو مين دانګ ګوند ډلې د زمان د سير په خلاف  د چين د خلکو لخوا وغورځول شو.  د نولس سوه نهه څلويښتم کال  د اکتوبر په لومړي ورځ  د چين ولسي جمهوريت جوړ شو او د چين د يوازني قانوني حکومت په حيث وګرزيد. د ګو مين دانګ ګوند د ډلې په اړه يوه برخه حکومتي مامورين  او عسکر تايوان ته لاړل او د امريکې د وخت حکومت تر ملاتړ لاندي د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د بيلوالي وضيعت رامنځته شو.

 د تايوان مسئله او د امريکي د حکومت په غاړه دندې

 

 د دوهمې عمومي جګړې نه وروسته په داسي حال کي ختيځ  له لويديځ کمپونو سره  مخامخه وه ، د امريکي حکومت د خپلې نړيوالې ستراتيژۍ د تطبيق او د خپلو ګټو د ساتنې په اساس د چين په کورني جګړه کي د ګو مين دانګ ګوند ډلې ته  زياتې پيسې ، وسلې او اړوند افراد وروليږل څو چه د چين کمونست ګوند له منځه يووړل شي ، خو په پاي کي د امريکي ټاکلې هدف ترسره نه شو .

 د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس نه وروسته د امريکې حکومت د چين د نوي حکومت په مقابل کي د يوازيتوب او مخنيوي او جلوګيري سياست وچلاوه او د کوريايي جګړې د پيل نه وروسته يي د چين د کورنيو چارو په اړه د تايوان د أبنا په روابطو کي وسله واله لاس وهنه وکړه . په نولس سوه پنځوسم کال کي د امريکي د اوم لمبر بحريه د تايوان أبنا ته داخله شوه  او د امريکي ديارلسمه هوايي ډله هم په تايوان کي ميشته شوه . د نولس سوه څلور پنځوسم کال د دسمبر په مياشت کي امريکي د تايوان له مقاماتو سره د ګډې دفاع تش په نامه  تړون لاسليک کړ او د چين د تايوان ولايت يي تر خپل حمايت لاندي ونيوه . د چين په کورنيو چارو کي  د دوامدارې مداخلې په غرض د امريکې غلط سياست د اوږدې مودې راهيسې د تايوان أبنا په سيمه کي  د مخامختيا سبب او د تايوان مسئله هم د چين او امرکيې د دوو لويو قدرتونو ترمنځ د سترې شخړې  باعث ګرزيدلی دی .

         د بين المللي اوضاعو د پرمختګچ او د نوي چين د پياوړتيا او غښتليتوب سره سم امريکې د چين په مقابل کي د خپلې پاليسۍ په بدلون پيل وکړ چه په نتيجه کي د دواړو هيوادونو په روابطو کي ګام  په ګام  د اوضاعو د خړپړتيا د کمښت سير رامنځته شو . د نولس سوه يو اويايم کال  د اکتوبر په مياشت کي د م م د شپږويشتمې دورې په عمومي اسامبله کي د ٢٧٥٨ لمبر پريکړې په تصويب  په م م کي د چين د

 

ولسي جمهوريت ټول قانوني حقوق اعاده شول او په م م کي د تايوان د مقاماتو استازي وشړل شو . د  ١٩٧٢کال د فبروري په مياشت کي د امريکي جمهورريس نيکسن چين ته سفر وکړ او دواړو خواوو په شانګهاي کي ګډه اعلاميه خپره کړه ، په دې اعلاميه کي ويل شوي چه د امريکې خوا اعلانوي : امريکا په دي پوه ده چه د تايوان أبنا په دواړو غاړو کي ټول اوسيدونکي چينايان دا نظر لري چه يوازي يو چين شته او د تايوان د چين يوه برخه ده . د امريکې حکومت ددې دريځ  په باب مخالفه نظريه نه لري .

د ١٩٧٨کال  د دسمبر په مياشت کي د امريکي حکومت د سياسي روابطو د ټينګولو په هکله د چين د حکومت لخوا وړاندي شوي درې فقره اصول ومنل يعني لومړي د امريکي او تايوان د مقاماتو ترمنځ  تش په نامه رسمي روابط  بايد پاي ته ورسيږي ، دوهم  د ګډې دفاع په باب تش په نامه تړون دي لغوه شي او د امريکي عسکر دي له تايوان څخه ووزي . د چين او امريکې ترمنځ  رسمي ديپلوماتيک روابط د ١٩٧٩ کال د جنوري په لومړي ورځ  ټينګ شول . د چين او امريکي لخوا په خپره شوي ګډه اعلاميه کي ويل شوي د امريکي متحده ايالتونه د چين د يوازني قانوني حکومت په حيث د چين  ولسي جمهوريت پيژني . په دي ساحه کي د امريکي خلک به د تايوان د خلکو سره کلتوري ، تجارتې او نور غيررسمي روابط وساتي ، د امريکي د متحدو ايالتو حکومت  د چين هغه دريځ  مني چه يوازي يو چين شته او تايوان د چين يوه برخه ده .

   خو د تاسف وړ خبره دا ده چه د چين او امريکي ترمنځ د رسمي روابطو د قايميدو درې مياشتې وروسته د امريکي په پارلمان کي د تايوان سره د روابطو په باب قانون تصويب شو او د امريکي د جمهورريس د منظور نه وروسته نافذ شو . د نوموړي

 

قانون لمخې د چين او امريکي د ګډې اعلاميې او نورو بين المللي قوانينو د اصولو په خلاف مقررات جوړ شويدي . د امريکي حکومت ددي قانون سره سم په مداومه

توګه په تايوان باندي خرڅوي او د چين په کورنيو چارو کي لاس وهي او د چين د

لويې وچې سره د تايوان د يووالي د مخنيوي په غرض بد بد کارونه کوي او کړي يي دي .

     په تايوان باندي د وسلو د پيرودلو په هکله د چين او امريکي ترمنځ  خبرې وشوې او د ١٩٨٢کال  د اګست په اوولسمه نيټه د چين او امريکي د روابطو په باب دريمه ګډه اعلاميه  خپره شوه . د امريکي حکومت په اعلاميه کي ويلي چه امريکا په تايوان باندي د وسلو د خرڅلاو  په هکله طولاني پاليسي نه تطبيقوي او په تايوان باندي د پلورل شويو وسلو اندازه به ګام په ګام کمه کړي او د يوې مودې نه وروسته به د وسلو خرڅلاو پاي ته ورسوي . مګر د اوږدی مودی راهيسې د امريکي حکومت نه يوازي دا چه د اعلاميې د مقرراتو جدي مراعات و نه کړ ، بلکې يي په پرله پسې ډول د اعلامېې په خلاف اعمال ترسره کړل . د ١٩٩٢کال د سپتمبر په مياشت کي د امريکي حکومت  حتی پريکړه وکړه چه په تايوان باندي يو سلو پنځوس د ايف شپاړس ډوله عصري جنګي الوتکې وپلوري چه دغه عمل  د چين او امريکي د روابطو د پرمختګ او د تايوان د مسئلې د حل و فصل  دپاره نوي خنډ او مانع  پيدا کړيدی .

   د  پورتنيو معلوماتو لمخې د تايوان مسئله ځکه تر اوسه پوري نده حل شوې ، د امريکي حکومت مسئوليت لري .