د  تايوان د مسئلې د حل و فصل دپاره د چين د حکومت اساسي غوښتنې

 

中国国际广播电台
 

   د تايوان د مسئلې د حل په غرض د چين د حکومت پاليسي

    سوله ايز وحدت او د يو هيواد دوه نظامونه د تايوان د مسئلې د حل په هکله د چين د حکومت اساسي پاليسي ده . هان د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کي د چين حکومت د تايوان د مسئلې د سوله ايز حل  لاره وړاندي کړې وه . د ١٩٧٩کال  د جنوري په لومړي ورځ دچين د ولسي جمهوريت د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د تايوان وطنوالو په نامه د پيغام په خپرولو سره د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د نظامي مخامختيا د ختمولو دپاره د خبرواترو د پيل  بلنه يي وکړه او دا يي څرګنده کړه چه د هيواد د يووالي د تر سره کولو په وخت کي دي د تايوان  د  وضيعت احترام وکړي او معقول سياست او طريقه دي تطبيق کړي .

   د ١٩٨١ کال دسپتمبر په ديرشمه نيټه کي د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې رييس يي جين ين  د يوې وينا په ترڅ کي د تايوان مسئلې د حل په هکله پاليسي نوره هم بيانه کړه او و يي ويل چه د هيواد د وحدت د تحقق نه وروسته به تايوان وکړي شي چه د يوې خاصې ادارې سيمې په حيث د عالي خودمختاريت له حق څخه برخوردار شي .

   په دوهم کال کي د چين  مشر دن شيا پين د يي جين يي د وينا په هکله دي ته اشاره وکړه چه په اصل کي دغه پاليسي د يو هيواد دوه نظامونه دي په بله ژبه د هيواد د يووالي تر مخکيني شرط لاندي د هيواد په عمده برخه کي سوسياليستي نظام او په تايوان کي کاپيتاليستي نظام  اجرا کيږي .

 په ١٩٩٢کال  د اکتوبر په دوولسمه نيټه د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي جيانګ ځه مين وويل چه مونږ په ټينګ عزم سره د تايوان مسئلې د حل په هکله د سوله ايز حل  او د يو هيواد د دوو نظامونو په پاليسي باندي ټينګار

 

کوو او د هيواد د وحدت د بهير د چټکتيا دپاره کوشش کوو .

    د سوله ايز يووالي او د يو هيواد د دوو نظامونو د پاليسي په باب اساسي محتويات

      د سوله ايز يووالي او د يو هيواد د دوو نظامونو د پالليسي اساسي محتويات د تايوان مسئلې د حل و فصل دپاره د چين د حکومت لخوا ټاکل شوي ده ، په دي ډول دي :

  لومړي  ،  يو چين . په نړۍ کي يوازي يو چين شت او تايوان د چين يوه نه بيليدونکي برخه ده او مرکزي حکومت يي په بيجينګ کي دی چه دا د تايوان مسئلې د سوله ايز حل مخکيني شرط ګڼل کيږي .

 دوهم   دوه نظامونه هم موجود دي يعني د يو چين د پيژندلو په مخکيني شرط د هيواد په لويه وچه کي سوسياليستي نظام او په تايوان کي کاپيتاليستي نظام د اوږدې مودې دپاره موجود  وي څو چه ګډه ترقي وموندل شي .

  دريم عالي خودمختاريت . د هيواد د يو ځاي کيدو نه وروسته به تايون  په خاصې اداري سيمې بدل شي او د عالي خودمختاريت  له حق څخه به برخه من وي چه د چين د نورو ولايتونو يا سيمو  سره يو شان نه وي .

  څلورم سوله ايزې خبرې اترې.

    د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ د اوسني وضيعت لمخې د هيواد د يووالي د تر سره کيدو نه مخکي دواړه خواوې بايد  د متقابل احترام وکړي ، د يو بل کمبود د پوره کولو او يو بل ته د ګټې ور کولو د اصولو سره سم د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ  او نور تګ راتګ د زياتوالي دپاره کوشش وکړي ، په مستقيم ډول دي پوستي ، تجارتي او د بيړيو او الوتکو په واسطه ترانسپورتي راکړي ورکړي

 

پيل کړي څو چه د هيواد د سوله ايز حل دپاره مساعده زمينه برابره شي .

  د چين د يووالي او وحدت د پرمخبيولو په هکله اته فقره ايزې نظريې او ادعاګانې

 د ١٩٩٥کال د جنوري په ديرشمه نيټه  د چينايانو د عنعنوي پسرلني اختر د رارسيدو په مناسبت  رييس جيانګ زه مين د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې او دولتي شورا په اړه د تايوان د چارو د دفترونو لخوا په جوړه شوې ميلمستيا کي د خپلو وطن د يووالي او وحدت په هکله اته فقره ايز نظريات او ادعاګانې وړاندي کړيدي چه لومړي بايد د يو چين د پيژندلو په اصولو باندي ټينګار وکړي شي  ، دوهم مونږ د بهرنيو هيوادونو سره د تايوان د ولسي اقتصادي او کلتوري روابطو د پرمختګ سره مخالفت نه کوو ، مګر په بين المللي ساحه کي  د تش په نامه د تايوان د ژوندانه د ساحې د پراختيا سره مخالفت کوو . دريم  د تايوان أبنا د دواړو غاړو ترمنځ  د سوله ايز يووالي خبرې اترې دي پيل شي . څلورم  د سوله ايز يووالي د تحقق دپاره دي کوشش و شي  او چينايان  دي له چينايانو سره جګړه و نه کړي . پنځم  د دواړو غاړو ترمنځ  د اقتصادي راکړي ورکړي او همکاري د نژديوالي دپاره دي زيات هاند وشي . شپږم د دواړو غاړو وطنوالان بايد د چيني ملت غوره کلتوري عنعنات په ميراث واخلي . اوم بايد د تايوان وطنوالو د ژوند طرزالعمل او د خپل هيواد د خاوند په حيث ددوي د أرزو پوره احترام وشي او د تايوان وطنوالو ټول عادلانه ګټې او حقوق دي وساتل شي . اتم مونږ د تايوان د مقاماتو د مشرانو هرکلي کوو چه په مناسب وخت کي د هيواد لويې وچې ته سفر وکړي ، مونږ هم غواړو چه تايوان ته د سفر دپاره د تايوان د مقاماتو د مشرانو بلنه ومنو څو چه وکولي شو د هيواد د انکشافي پلان په باب بحث وکړو او لومړي د ځينو مسئلو په باره کي د نظريو تبادله وکړو .