| 
中国国际广播电台
  شينجيانګ په چين کښی د مالدارۍ  له مهمو سيمو څخه شميرل کيږی
او  د  ژويو ډولونه يی  زيات  دی
چه  له لرغونی زمانې راهيسی  د 
غوره او مشهورو اسونو  روزونکی
سيمه  ده ٠ پسونه د  شينجيانګ 
عمده کورنی حيوانات  دی او 
غوايان،  اسونه، وزې ،  خر،  کچر
، ښان او  خژګاو  يی  هم  مشهور
دی٠ په شينجيانګ  کښی د  پسونو  د
غوښو  توليدی اندازه  په چين کښی
دوهم  مقام  نيسی او د  کورنيو
ژويو  عمومی شمير يی  څه دپاسه
 څلويښت  مليونو  ته  رسيږی٠
 
   
       د  شينجيانګ  د طبيعی څړځايونو عمومی  مساحت  يی  پنځه
لکه  اويا زره  هکتارو  ته  رسيږی
او  دا  حجم  د  شينجيانګ  د 
کرنې ، ځنګلدارۍ  او  مالدارۍ د
مځکو د  عمومی مساحت  په سلو کښی
اووه  اتيا  برخه  نيسی٠  د طبيعی
څړځايونو  منابع  په شينجيانګ کښی
د  مالدارۍ  د  انکشاف  اساسی او
عمده  توليدی  وسائل  دی  او  د 
شينجيانګ  د  ژويو او  د
مالدارۍ   د توليداتو  په سلو
کښی  اويا  برخه   له طبيعی
څړځايونو څخه ګټه اخلی ٠ 
       شينجيانګ  په چين کښی د  ژويو  د  نويو  ډولونو د 
روزلو  مرکز  دی،  اوس  د 
شينجيانګ    نرم  وړی  لرونکی 
پسونه،  د چين د  ميلينو  پسونه ،
د  شينجيانګ    قره قلی ورکوونکی
پسونه،  د  شينجيانګ  سپيره 
غوايان  او  د  ايلی اسونه  د 
شيجيانګ  لخوا  د  روزل شويو
ژويو  نوی  ډولونه دی٠  دغه  ژوی 
لوړ  اقتصادی  ارزښتونه  لری چه 
نه  يوازی  د شينجيانګ ، بلکه د 
چين د  ټول هيواد  د  مالدارۍ
قيمتی  منابع  او د  حيواناتو د 
روزنی مهم  ځای  دی٠ 
 
 
 
 |