کاشغر
中国国际广播电台

     

 کاشغر د وريښمو د  لرغونی لارې  د يوې  مرغلرې  لقب  لری او  د چين له مشهورو  تاريخی او  کلتوری  ښارونو څخه شميرل کيږی٠

     کاشغر د  تاريم  د لويې کاسې د  لويديځ   اړخ  يوه  لرغونی  سمسوره واحه  ده او د چين  د  تجارتی پمبې  له مهمو  توليدی مرکزونو څخه  شميرل کيږی٠

     په قاشغر کښی  توريستی منابع  ډير غنی دی او  ځانګړی  طبيعی منظرې يی  ډير ښکلی  دی،  پراخه صحرا ،  طبيعی يخچالونه  او  لوړ  غرونه  د  بيلا بيلو هيوادونو  زيات  سياحان  راجلبوی٠  کاشغر لرغونی  تاريخ  لری، د  عيدګاه  جومات،  د  اپاک خوجه قبر، د محمد قاشقاری قبر او د لرغونی زمانې د اينچيانګ د سلطنت  قديمی  ودانې  د  ويغوری قوم  د  کلتور او  ساختمانی هنر خصوصيتونه  ښئی ٠

     د کاشغر  تاريخ او کلتور، په زړه پوری  ولسی دودونه،  ځانګړی  انسانی او طبيعی منظرې د  سينجيانګ  په  ټوله سيمه کښی  ځانګړيتوب او د  نماينده ګۍ اهميت لری  او  ډير زيات  چينی او خارجی  توريستان  راجلبوی٠ حتی د زياتو  سياحانو په نظر ،    څوک  چه  کاشغر ته  سفر نه کوی،  شينجيانګ ته  د ده   مسافرت   اهميت  نه لری ٠

           

 ( عکس :  د  ويغوری قوم  خلک  د  عيد ګار د جومات  په  وړاندی  د  اختر نمانځنه کوی )