| 
中国国际广播电台
  
 
تبتی قوم  د تبب  عمده  قوم  دی او  ځانګړی  ژبه لری٠ د دی
قوم  خلک په عمده توګه  په
کرنې بوخت  دی او  ښاريان 
يی  اکثرأ   په لاسی صنعت،
صنائعو او سوداګرۍ  لاس پوری
کوی٠   
       د  تبتی قوم  هيوادوال  پر تبتی بوديزم  باندی عقيده 
لری،  ميلمه پالونکی او خوشحاله 
خلک  دی او  د  سندرو ويلو او 
نڅا کولو  په برخه  کښی لوی لاس
لری٠ تبتی سندرې  خوږې  دی  او 
عمومأ  د  نڅا  په  بدرګه  ويل 
کيږی ٠ د  پوښاک په برخه کښی 
تبتي نارينه  وريښمين يا  پمبه يی
لنډ  کميسونه او غټ  بالاپوش
اغونډی او  ښځې يی  د  کميس 
دباندی   لستوڼی نه لرونکی 
بالاپوش  اغونډی او په ملا کښی
  کمربند  تړ ی٠  واده شوی ښځه
   په ملا کښی ښکلی  پيش بند هم 
تړی ٠  د  تبتی قوم  ټول خلک  
که  نارينه  وی يا ښځې د  ويښتانو
کوڅۍ لری  او  ګاڼی هم  تړی ٠ 
البته  د  مختلفو ځايونو لباسونه 
لږ څه  توپير لری٠  د  ٌ زان با
ٌ  په  نامه   د  تبتی غنمو او 
لوبيا  پودر  د  تبتيانو  عمده
خوراک  دی ، دوی  د  کوچو او شيدو
لرونکو چايو  او  له  تبتی غنمو
څخه   د جوړشويو شرابو له  څښلو 
او  د  غوايی او پسه  د  غوښو  له
خوړلو سره  شوق لری٠  اوس  د 
تبتيانو  د  تدفين  دودونه  دری
ډولونه  دی  :   مرغان د   مړې 
غوښه  خوری،  مړی  سوځول کيږی 
يا  په  سيند  کښی  اچول کيږی ٠ 
 
 
 
 
 
 |