| 
中国国际广播电台
  
 
 پخوا  په تبت کښی يوازی  د 
تبتی غاليو د اودلو او د 
ښکلو پيش بندونو،  تبتی 
موزو  او  د  لرګيو د  کاسو 
د جوړولو لاسی صنائع  موجود
وو او  عصری صنائع  يی نه
درلودل٠  په  ١٩٥١ کال کښی 
له  فيوډالی  تسلط  څخه  د  
تبت  د  سوله ايزې ازادۍ  نه
وروسته  او په  تيره  بيا 
په  ١٩٥٩ کال کښی  د 
ديموکراتيکو  اصلاحاتو  له 
ترسره کيدو  راهيسی  د  تبت 
صنائعو  چټک  انکشاف  موندلی
او  تر اوسه پوری  د  انجنونو
،  فلزسازۍ ، سکرو،  ماشين
الاتو،  کيمياوی صنعت ، 
ساختمانی موادو،  د  ځنګلونو 
د صنائعو،  اولګيت ، 
 پلاستيکو ،  نساجۍ، 
خوراکونو ،  څرمنو  او  کاغذو
په شمول     زياتې  صنعتی
څانګې  رامنځ ته شوی   او 
عصری سوداګرۍ ،  توريستی چارو
،   مخابراتو ، خدمتی چارو ، 
د  کلتور او ساعت تيری چارو 
او  د اليکترونيکی انفورميشن 
صنائعو  هم  په تبت  کښی په 
سرعت سره  پرمختګ  کړيدی ٠
 
      په راتلونکی  کښی به  تبت  په  لا فعاله  توګه  صنائعو
ته  انکشاف  ورکړی، د  صنعائعو 
جوړښت به  يی تنظيم  کړی او د 
کانی موادو،  ځنګلونو  او  د 
مالدارۍ د  پيداوارو د استخراجولو
دپاره دی کوششونه وکړی،  دغه 
راز  به  تبت  د  صنعتی تصديو 
تخنيکی  اصلاحاتو او  تحولاتو 
ته  پياوړتيا ورکړی  تر څو چه  د
تبت په  کورنيو توليداتو  په
عمومی  ارزښت  کښی    د صنائعو د 
توليدی ارزښت   تناسب  په پر له
پسی توګه  زيات  شی ٠
    
 
 
 |