د ښځو عمومي حالات

中国国际广播电台
 

       د ٢٠٠٢ کال تر پاپه پوري ، په چين کي د ښځو نفوس ٦٢٠ مليونه تنه وو چه شمير يي د نفوسو د عمومي شمير په سلو کي ٤٨ اعشاريه ٥ برخه ونيوله ٠ د چين حکومت د ښځو پرمختګ او ترقۍ ته په ډيره درنه سترګه ګوري او د نارينه وو او ښځو تر منځ مساوات د دولت د ټولنيز انکشاف د پرمخبيولو لپاره د يوې اساسي دولتي پاليسۍ په حيث بولي ٠ د چين حکومت د دولتي عمومي سياستونو د جوړولو په وخت کي ، د دولت په سياسي چارو کي د نارينه وو او ښځو د مساوي برخې اخيستې ، ګډ انکشاف او مشترکې ګټې د اصولو مراعات کوي او د ښځو د ترقۍ او پرمختګ لپاره يي ټينګ سياسي او قانوني تامين برابر کړيدی ٠

     د تيرې پيړۍ د نهمي لسيزې د نيمايي راهيسي ، د چين حکومت په وار سره د پنځو او لسو کالو لپاره د چين د ښځو انکشافي پروګرام جوړ او صادر کړ ، په واقعي توګه يي د ښځو قانوني حقوق تامين کړي ، د چين د ښځو د پرمختګ ټولنيز چاپيريال يي ښه کړي او د ښځو د چارو هراړخيزه ترقي يي پرمخبيولي ده ٠ د چين ښځې نه يوازي د سياست ، اقتصاد ، کلتور ، ټولنې او کورنيو په ساحو کي د نارينه وو له مساوي حقوقو نه برخورداريږي ، بلکي ددوي د خاصو حقوقو ساتنه د دولت له خوا د اساسي بشري حقوقو د ساتلو او تامينولو د يوې مهمې تشکيلاتي برخې په توګه ورځ په ورځ  د حکومت او ټولنې له خوا د پاملرني وړ ګرځيدلي ده ٠

 د چين د حکومت او د ټولنې د مختلفو حلقو د  ګډ کوشش له برکته ، د چين د ښځو مقام په ښکاره توګه لوړ شوي ، د ښځو عمومي کمالات او سويه په هراړخيز ډول لوړه شوي او د ښځو پرمختګ او ترقي يوې  بي ساري ښې دورې ته داخله شويده ٠