د چين د ښځو ملي اتحاديه

中国国际广播电台
 

        د چين د ښځو ملي اتحاديه د ټولنيزو وګړو يو داسي سازمان دی چه د چين د مختلفو قومونو او حلقو ښځو د چين د کمونست ګوند تر لارښوونې لاندي ، د لا زياتې ازادۍ د ګټلو لپاره اتحاد کړي او په ولسونو او ټولنه کي پراخه نماينده ګي لري ٠ د چين د ښځو ملي اتحاديه د چين د کمونست ګوند او د چين د حکومت  له خوا د ښځينه ولسونو سره د تماس نيولو لپاره پل او مزی دی او د دولت د رژيم د مهمو ټولنيزو ستونونو څخه شميرل کيږي ٠ د چين د ښځو ملي اتحاديه د ١٩٤٩کال په مارچ جوړه شوي ، پخواني نوم يي د چين د ښځو ملي ديموکراتيکه اتحاديه وه ، په ١٩٥٨کال کي د چين د ولسي جمهوريت د ښځو د ملي اتحاديي په نوم بدله شوي او په ١٩٧٨ کال کي بيا د چين د ښځو د ملي اتحاديي په نوم بدله شويده ٠ ددې اساسي ماموريت دا دی چه په اقتصادي ابادي او ټولنيز انکشاف کي د برخه اخيستنې لپاره ګڼ شمير ښځې يو ځاي کوي او راپاروي يي ، د ښځو د ګټو نماينده ګي کوي او ساتي يي ، د نارينه وو او ښځو تر منځ مساوات پرمخ بيايي او داسي نور ٠