ښځې په ټولنيزو فعاليتونو کي برخه اخلي

 

 

د چين د اقتصاد او ټولنې په پر له پسي انکشاف سره په ټولنيزو فعاليتونو کي د چين د ښځو برخه اخيستنه هم مخ پر زياتيدو ده ٠

د چين د ښځو ملي اتحاديې د چين د لويديځو سيمو د لويي ابادی په باب د ستراتيجۍ په مرکزيت په فعاله توګه له لويديځو سيمو څخه د شکلي کورونو د ابادولو په فعاليت لاس پوري کړي او د لويديځو سيمو د غريبو ميندو لپاره يي د اوبو د ژورو حوضونو د جوړولو  په غرض د ٢ سوو مليونو ژن مين بي يونو په اندازه پيسي راټولې کړي چه د لويديځو سيمو د اوو لکو اتيا زرو وګړو لپاره يي  د اوبو د څښلو مشکلات ليري کړيدي ٠ دغه راز يي د اوسيدونکو سيمو د چاپيريال د ښکلي کولو په فعاليت لاس پوري  کړي او په زيات قوت سره يي د ښځو شنه پروژه پرمخبيولي ده ، نو له دي امله د م م د محيطي انکشاف ادارې  د چين د ښځو ملي اتحاديي ته د ګردې کرې د ٥٠٠ ښو يونټونو په نامه لقب ور کړيدی ٠

د چين د ښځو ملي اتحاديي د اتباعو د اخلاقي ابادی د عملي پروګرام په مرکزيت د چين د کوچنيو اتباعو د اخلاقي ابادی په باب پلان عملي کړي او د زلميانو او کوچنيانو له خوا د وطن دوستۍ په روحيه د کتابونو د لوستلو په فعاليت يي لاس پوري کړي چه سل ګونو مليونو کوچنيانو په تودو احساساتو سره په دي فعاليت کي ګډون کړي او دوی يي په ښو اخلاقو ، نظرياتو  او عملونو سره روزلي دي ٠

     د چين د ښځو ملي اتحاديي د کورنيو د روزنې د نظرياتو د نوي کولو په مقصد هغه معلومات چه وايي پلرونه او ميندې ښه او روغ  ماشومان زيږوي او په ښه چاپيريال کي ماشومان روزي خپاره کړي، له مربوطو څانګو سره يي يو ځاي د ګرد هيواد په ساحه کي  دري لکه د پلرونو او ميندو ښوونځي جوړ کړي ، له سلو څخه په  ٧٠ ولسواليو ، ښارونو او سيمو کي يي د کورنيو د روزنې علمي ټولنې تاسيسی کړي او د کورنيو د روزنې په برخه کي يي د والدينو سويه لوړه کړيده ٠

د چين د ښځو ملي اتحاديي د غريبو نجونو سره د مرستي لپاره  د پسرلني غوټۍ په نامه د پلان ، د ماشومانو د امنيت او روغتيا د پلان او د چين د ماشومانو د خيريه ورځې په شمول د عامه ښيګڼو په لويو ټولنيزو فعاليتونو لاس پور ي کړي ، د چين په دننه او د باندی کي يي تود ملاتړ حاصل کړي او د درو سوو مليونو ژن مين بي يونو په اندازه نغدي بسپنې يي راټولې کړيدي چه له دی لارې يي  د غريبو سيمو د ماشومانو د ژوندانه دحالاتو د بدلولو لپاره خدمتونه تر سره کړيدي ٠    

کورني د ښځو د اتحاديو د کار عنعنوي ساحه ده ٠ د چين د مختلفو درجو د ښځو اتحاديو له پنځمې لسيزې نه د ٥ معيارونو له مخي د متمدنو کورنيو په انتخاباتي فعاليت پيل کړي او د ١٩٩٩ کال تر پايه پوري يي د چين په مختلفو ځايونو کي د ولايت په درجه نژدي ٣٠ زره متمدنې کورني انتخابي کړيدي ٠ د انتخاب شويو متمدنو کورنيو کارنامې هميشه په مطبوعاتي ذرايعو کي خپريږي او ځيني يي په راز راز هنري شکلونو سره په پراخو ښارونو او کليو کي تبليغيږي ٠ ددې لپاره چه کورني د عصري ټولنې له بدلونو سره مناسبې شي او د متمدن ، روغتيايي او علمي ژوند طرزالعملونه غوره کړي ، د مختلفو ځايونو د ښځو اتحاديو رنګارنګ او غني خصوصيت لرونکي کورني کلتوري فعاليتونه جوړ کړي څو چه د کورنيو غړی سم نړۍ ليد او د ژوند او ارزښت سم نظريات ولري٠ علاوه پر دی ، د مختلفو درجو د ښځو اتحاديو هم د کورنيو د هنري فيستوالونو او سپورتي لوبو د جوړولو له لاري له کورنيو سره مرسته کړي چه د ښې او هماهنګې کورني فضا جوړه کړي  ٠ دغه راز د کورنيو د خطاطۍ ، نقاشۍ او لاسي صنعتي توليداتو د نندارتونونو په شمول د کورنيو د هنري تبادلې فعالتيونو او په  علمي طريقو د کورونو د ښکلي کولو ، د ښو خواړو د پخولو ، د کاليو د ګنډلو او د ځان د سينګارولو فعاليتونو په ژوند کي د خلکو مثبته رويه او احساسات راپارولي دي ٠

  په کليو کي مختلفو ځايونو د غربت د ليري کولو او د شتمن ژوند د تيرولو او د علومو او تخنيکونو په اتکا کرنې ته د انکشاف ور کولو په غرض فعاليتونو لاس پوري کړي او د بزګرو لارښوونه يي کړي چه زاړه عنعنات ليري کړي ، د روغتيا  دساتنې او د چاپيريال د ښکلا شعور زيات کړي ، د زحمتونو په اتکا شتمن ژوند تير کړي او د ژوند کيفيت لوړ کړي٠ ځينو ولايتونو د چاپيريال د اصلاحولو او پاکولو له لاري په زياتي اندازي سره د کليو او کورنيو څيرې بدلې کړيدي ٠ په ښارونو او ښارګوټيو کي مختلفو ځايونو په اوسيدونکو سيمو کي  د متمدنو اوسيدونکو سيمو او ښه ګاونډيتوب په فعاليتونو لاس پوري کړي چه د اوسيدونکو او کورونو تر منځ اشنايي او تګ راتګ زيات شوي او د کورنيو د غړو ټولنيز مسوليت زيات شويدی ٠ دغه راز  زياتو ولايتونو او ښارونو د ښځو ، کورنيو او چاپيريال د موضوع په مرکزيت د محيطي ساتنې په روزنې لاس پوري کړي او د محيطي ساتنې په باب معلومات يي عمومي کړي چه  له دي لاري د محيطي ساتنې په برخه کي د کورنيو د غړو شعور لوړ شويدی٠ برسيره پر دی ، دوي د اوسيدونکو سيمو د ښکلي کولو او د چاپيريال د ساتلو لپاره د ډول ډول  کثافاتو د ويشلو ، د انرژۍ د سپما کولو ، د شنو ځايونو د ساتلو د دندې د منلو او د نيالګيو د ايښودلو او د ځنګلونو د جوړولو په فعاليتونو لاس پوري کړي او په قوي توګه يي د اوسيدونکو سيمو متمدنه ابادي پرمخبيولي ده ٠