په دي وروستيو کلونو کي ، د
بينالمللي تګ راتګ په ژورتيا سره
، په چين کي مخ پر زياتيدونکي
ښځينه سازمانونه د بينالمللي
همکاريو د پروګرامونو او د
بينالمللي مترقي تيوريو او مفکورو
څخه په استفادې سره د چين د ښځو
لپاره واقعي مسلي حلوي ٠ په تيرو
٥ کالو کي ، د چين د ښځو ملي
اتحاديي له زياتو بينالمللي
سازمانونو سره په زياتو ساحو کي
راز راز بينالمللي همکاري کړي او
د ښځو د صحي حالت د ښه کولو ، د
بي سوادۍ د له منځه وړلو او د
کوچني اندازې د کريديتونو د ور
کولو له لارې يي د چين د ښځو او
ماشومانو د ژوند او پرمختګ د
چاپيريال د ښوالي لپاره ښه رول
لوبولی دي ٠ د لوړ موثريت او د
صداقت او اعتبار د لرلو له امله ،
د چين د ښځو ملي اتحاديي د
بينالمللي همکارانو له خوا پراخه
ستاينه حاصله کړي او د ډيرې ښې
همکارې په توګه بلله شويده ٠
په دي وروستيو کلونو کي ، د چين د
ښځو ملي اتحاديي د بينالمللي
مربوطو ښځينه سازمانونو سره د
راز راز موثرو بينالمللي همکاريو
پروګرامونه تر سره کړيدي ٠ د مثال
په ډول :
د چين او کانادا د ښځو قانوني
پروګرام ٠ په ١٩٩٨ کال کي د
کانادا د بينالمللي انکشاف رياست
دغه پروګرام ته پانګي برابر کړي
او د چين د ښځو ملي اتحاديي او د
کانادا د اوسيدونکو سيمو پوهنځي
په ګډه سره سر ته رسولي دی ٠ ددي
پروګرام د
تطبيق مقصد دا و چه د عامو ښځو د قانوني شعور او د قوانينو د
استعمالوونکي طاقت د لوړولو ، په
ټولنه کي د نارينه وو او ښځو تر
منځ د مساوات په باب د قانوني
کارکوونکو د شعور او د قانوني
تبليغاتو او روزلو په برخه کي د
ښځو د اتحاديو د طاقتونو د لوړولو
له لارې لا په ښه توګه د ښځو د
حقوقو او ګټو د ساتنې په باب
مربوط قوانين او مقررات عملي کړي
او د ښځو د حقوقو حفاظت وکړي ٠
زياتو ښځو ددې پروګرام په تطبيق
سره زده کړه کړيده چه په قانوني
او موثره توګه خپل حقوق او ګټې
وساتي ٠
د ميکونګ سيند په فرعي سيمو کي د
ښځو او ماشومانو د پلورلو سره د
مخالفت او وقايي په باب پروګرام ٠
دا د بينالمللي همکاريو يو داسي
پروګرام و چه په ٢٠٠٢ کال کي د
کارګرو بينالمللي سازمان دغه
پروګرام ته مرستې برابري کړي او د
چين د ښځو ملي اتحاديي د چين د
يون نان په ولايت کي عملي کړيدی ٠
مربوطو خواوو د پروګرام په تطبيق
کي د ښځو کلتوري سويه لوړه کړي ،
د ښځو قانوني شعور يي زيات کړی ،
د احتمالي حادثوڅخه د ځان د
ژغورلو په برخه کي يي د ښځو طاقت
لوړ کړي او ښځو ته يي د کوچني
اندازی کريديتونه ور کړيدي چه له
دي برکته محلي ښځو د ښځو او
ماشومانو د پلورلو د وقايي په باب
معلومات تر لاسه کړي او د ځاني
انکشاف لپاره يي زمينې برابري
کړي ٠ دوي د کوچني اندازې له
کريديتونو نه ګټه اخيستي او نور
دی ته اړتيا نه لري چه د کار کولو
لپاره بهر ته لاړ شي ، نو له دی
امله ددوي د ځان د پلورلو خطر په
زياتي اندازې سره کم شويدی ٠
|