د  چين  د عنعنوي طب د  تشخيص طريقې
中国国际广播电台

      

د  چين د عنعنوي طب  د عادتونو سره سم  ډاکتران  په  عمده  توګه  د  کتلو ،  اورولو،  بويولو  او د لمس  کولو په شمول  د احساسونو د لياقت څخه  په استفادي سره  د ناروغانو سره  د تماسونو د نيولو  يا د ناروغانو د خپلوانو سره  د خبرې کولو   له لارې   په هره اړخيزه  توګه د ناروغيو په باب  اړوند معلومات  تر لاسه کوي  ترڅو سک  تشخيص  وکړي ٠ په  دي  هکله  څلور عممده  طريقې  په  دي ډول  دي ،

 

د کتنې  تشخيص

د چين د عنعنوي طب له نظره  د انسان د بدن  د بهرنيو  برخو او  د بدن  د  داخلي  جهازونو ترمنځ  نژدي اړيکي لري ،  که چيري  د انسان  د بدن   دننه  د جهازونو په  کارونو کې  کوم بدلون  رامنځته  شوي ،  حتمأ به  يي  د بدن  د بهرنيو  برخو  لکه  د روح ،  رنګ ،  شکل له  داسي  نورو برخو نه  څرګند شي ٠

 

د کتني تشخيص په  عمده ډول  د سړي د روح ،  د مخ رنګ ، د ژبي  رنګ ، د بدن د پوستکې  رنګ  ،  د ميتياز او غول  رنګ  او  د داسي  نور  د بدن  بهرني  برخې  د بدلونونو څخه عبارت  دي ٠

 

د بويولو  تشخيص

د يويولو  تشخيص  په دي  ډول  دي  چه ډاکتر د ناروغانو د اوازونو  او د مدفوعاتو د بوي سره سم  د ناروغيو تشخيص کوي  ٠

 

 په  دي بهير  کې  ډاکتران  د ناروغانو د اوازونو د بدلونونو او  د بدن  د بيلا بيلو جهازونو د تغييراتو  په  باب معلومات  تر لاسه  کوي چه  نوموړي اوازونه  د ناروغانو  د خبرو،  تنفس ، د ټوخي  او داسي نور اوازونو څخه عبارت  دي ٠

 

بوي  له  دوو برخو څخه  عبارت دي  چه  يو يي  د ناروغانو د بدن   او بل  يي  د مدفوعاتو څخه  خپري شوي  دي ٠

 

د پوښتنې  تشخيص

  د دغې طريقې  له  مخې  ډاکتران  له  ناروغانو يا  د دوي  د خپلوانو  څخه د پوښتنې له لارې  د ناروغيو د پيښيدو ، پرمختيا او د علاج   په  باب  يو لړ اړوند معلومات  تر لاسه  کوي  او  په  عين وخت کې    د ناروغيو  او د ناروغانو د ورځني ژوند ،  د کار چاپيريال ،  د خوارکونو  او د واده  په  هکله   د ناروغيو په ارتباط  يو لړ  معلومات  لاس  ته راوړي ٠

 

د پوښتنې  په  تشخيص  کې  د ناروغانو  اړوند  شخصي  حالت  شامل  دي ٠ لکه  د ناروغ   نوم ،  جنس ،  عمر ،  کار ،  واده  او داسي نور    ٠ بر سيره پر دي  د  ناروغانو  دناروغيو  او  اړوند شخصي  او کورنيو تاريخ  هم  پکې   شامل دي  ٠

د تماس  نيولو  تشخيص

ډاکتران   په  خپلو لاسونو د ناروغانو د بدن  سره  د تماس  نيولو له لاري  ناروغۍ تشخيص  کوي  او دغه  ډول  تشخيص  په  دوو برخو ويشل  کيږي  چه  لومړي   د نبض د شميرلو  او احساسولو  په واسطه  د تشخيض په  بهير  کې  د نبض د ضربانونو د بدلون  سره سم  د ناروغيو په باب  معلومات  تر لاسه  کوي ٠   دوهم  په لاسونو د ناروغانو  د بدن  پر اړوندو برخو باندې  فشار اچول دي  او  له دې  لارې  د   اړوندې بدني  برخې  ناروغۍ درک  کوي ٠