سوزني  طب  
中国国际广播电台

      

 سوزني  طب  د چين  د عنعنوي  طب  يوه  مهمه برخه  تشکيلوي  او څه د پاسه  څو زره  کاله   تاريخ   لري ٠ په لومړنيو وختونو کې  سوزني طب يوازي  د علاج  يوه  وسيله ګڼل کيده او وروسته  د پرمختيا په بهير کې  يي  يو ډول  علم ګرزيدلي دي ٠ (  د ښي  خوا  تصوير  د سوزني  برخه ايزه  نقشه  ده )     

 

په  لومړنيو وختونو کې  د سوزني  اصلي  ستن  له  ډبرو څخه  جوړه شوي وه چه د دغه ډول  ستن  رامنځته کيدل  له ننه  نه  تقريبأ له  اتو زرو کالو نه  تر څلورو زرو کالو پوري  دي  ٠ وروسته  د ميلاد  نه  د مخه   ( ٧٧٠ کال __  ٤٧٦ کال  )  په  چين کې  د سوزني  مسلکي  ډاکتر  رامنځته شوي دي  ،  د اړوندو اسنادو له مخې  په  هغه وخت کې  نامتو ډاکتر  هوان  د ناروغۍ د علاج  په وخت کې  د سوزني  مهارت  استعمال کړي ؤ ٠                                                                                                                                                                   

 

 د سي هان  د سلسلې  په  دوره  کې (  د ميلاد  د مخه  ٤٧٦ __٢٥ کال  ) د اوسپنو د ويلي کولو د تخنيکونو په  پرمختيا  سره   د فلزاتو څخه  د ستني  جوړول    مروج  شول  ٠په  دي  وخت کې د ډبرو سين  پر ځاي    فلزي ستن تر  استفادي لاندې  راغلي  ؤ  او د درو مملکتونو په دوره کې  د سوزني  د علاج په باب  يو مکمل  اثار  رامنځته شوي  او   د ميلاد  په  ٢٥٦ م کال  او  ٥٨٩م کال  کې  د سوزني  طب  په باب  اثارونه  په  ښکاره  توګه  زيات شوي  دي  ٠  دغه  راز  په دي  دوره کې   اړوند مهارتونه  يي  هم  کوريا ،  جاپان  او نورو هيوادونه  ته  خپاره شوي دي  ٠

 

د چين  د سوي  تان  د سلسلو  په دوره  کي  ( ميلادي کال  ٥٨١-٩٠٧ کال )  سوزني  طب   لوي پرمختګ  تر لاسه  کړي او  يو يو ډول خاص علم  يي  ګرزيدلي  ؤ ٠  په  شپاړلسمه  پيړۍ  کې  د چين  سوزني  طب  اروپا  ته  خپور شو  ٠

 

 په  ١٩٤٩  کال   د  نوي  چين  د جوړيدو  نه  وروسته   په چين کې  د سوزني  طب  په  چارو کې  ډيره  پرمختيا  ترلاسه  شوې ده ٠  اوس  په ټول  هيواد کې  د چين  د عنعنوي طب  په  څه  د پاسه  دوو زرو  روغتونونو کې  د سوزني  طب  څانګې  شته  ٠  دغه راز  په چين کې  د بدن  د بيلا بيلو جهازونو ترمنځ  د هماهنګۍ،  د درد  د کمولو ،  دناروغۍ د مقاومت د اوچتولو  او  د  نورو بيلا بيلو اړوندو څيړنو  په  هکله  کې  د سوزني  مهارتونو د استعماليدو په  برخه کې  ډير  ارزښناکې  تجربي  تر لاسه   شوي دي ٠