د کوريايي  قوم طب
中国国际广播电台

 

د کوريايي  قوم   طبي حالت

د چين د کوريايي قوم  طب  د کوريايي  قوم پر  ځانګړي  کلتوري  بنسټ  باندي   د چيني  عنعنوي  طب  او درملونو  څخه  د  غوره  تجربو  د لاس  ته راوړلو پر اساس د اوږدي مودي   په واقعيتونو کې  رامنځته  شويدي ٠  د لرغونې  زمانې  نه راهيسي  د کوريايي  قوم  او د خان  قوم  ترمنځ  دوستانه  رګ راتګ  موجود دي  او د دواړو خواوو کلتورونه  يو پر  بل   باندې  ژوره  اغيزه  لري  چه  په  دي  جمله کې  طب  او درملونه  هم  شامل  دي ٠

 

د کوريايي  قوم  د طبي  درملونو  سرچينه

د کوريايي  قوم  درملونه  په  عمده  توګه  له دوو برخو څخه  تشکيل شوي  دي   چه  يو يي  له  چيني عنعنوي   درملونو څخه  اخيستل شوي   او  بله  يي   له  خپل  قوم  څخه    تر لاسه  شوي دي

 

٠ د کوريايي قوم  طب   له  چيني عنعنوي  طب  نه  ډيرې  ګټورې  تجربې  اخيستي  دي  ٠ نو  په دي اثر د ناروغيو د علاج  او تداوي  په  هکله  د چيني  عنعنوي  طبي  درملونه  د دي  قوم له خوا  تر  زياتي  استفادي لاندې  راغلي دي ٠  

 

د ١٩٤٩ کال  نه وروسته  د کوريايي قوم  په طبي او  درملني  چارو کې  پرمختيا تر لاسه شوي دي ٠ دغه راز  د محلي  خاي  د  طبي  بوټو د درملونو د څيړنې  په هکله  ډير  موفقيتونه يي   لاس  ته  راوړي  دي ٠